وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه د هېواد په کچه د اسلامي ارزښتونو، کلتوري ویښتابه، اقتصادي پرمختګ او نورو علمي برخو کې د لوړو زده کړو او علمي کادرونو د روزنې یو پوهنیز او اکاډمیک مرکز دی، چې له جوړېدو یې نږدې یوه لسیزه تېرېږي.دغه اکاډمیک مرکز د خپل جوړښت په لومړۍ لسیزه کې د لوړو زده کړو وزارت له اصولو او قوانینو سره سم د پنځو پوهنځیوپه لرلو سره سلګونه زده کړیالان په ملي او اسلامي روحیه سمبال ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړې دي.علمي او اکاډمیک بنسټونه د ټولنې په کچه د پوهې او پرمختګ آره دنده پرغاړه لري، او د بشري ټولنو د علمي او فکري لوړتیا سرچینې ګڼل کيږي.له همدې کبله وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه؛ لوړو زده کړو ته لاسرسی یوه اسلامي وجیبه،ملي اړتیا، د سیمې او نړۍ په کچه سیال حیثیت ته د رسیدو په لاره کې یوازینۍ منطقي او بنسټیزه لاره ګڼي.وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه د همدغو اسلامي او ملي اړتیا پربنسټ په ۱۳۹۳ کال کې د یوې ولسي غوښتنې پر بنسټ رامنځته شوه او د یوه ولسي عزم او ملاتړ په پایله کې د ملی سوداګرو، قومی مشرانو، فرهنګیانو او استادانو په مرسته یې لومړنۍ بېخبناوې پر پښو ودرېدې او فعالیت یې پیل کړ.یاده مؤسسه که څه هم په تېرو لسوکلونو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري، خو لا هم د یوې نوې پیل شوې مؤسسې په توګه هڅې روانې دي، چې له نړیوالو اسلامي،اکاډمیکو او پوهنیزو آرونو سره سم په بېخبنایي او مخبنایی برخو کې د پراختیاجوګه شي او د هېواد په کچه د یو روښانه پوهنیز نظام جوړولو لپاره په کمي او کیفي توګه د کادرونو روزنه او د هغوی د علمي او مسلکي ځواک لوړتیا رامنځته کړي.وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه په ټولو کاري برخو کې د دوامدارې عصريکېدنې په موخه په پلان کې لري، چې د استادانو ځاني ارزونې او پوهنیزې لوړتیا ته زمینه مساعده کړي او د هېواد په کچه محسوسو اړتیاوو ته په کتو سره، د علمي لاسته راوړونو په رڼا کې ټولنیزو اړتیاووته د ځواب وینې په موخه خپل پوهنځياو دیپارتمنتونه پر علمي او عصري معیارونو سمبال کړي.وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه داخپل رسالت بولي، چې د زده کړې، تحقیق او تدریس لپاره آرام، هوسا، په علمي او اکاډمیکو معیارونو برابر چاپېريال رامنځته کړي،ترڅو زده کړیالان په پوره ډاډ او اطمینان سره وکولای شي، په دغه مؤسسه کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.د یو ريښتونې اسلامي ټولنې اخلاق د پوهو او زده کړو یووګړو له فکرونو سرچینه اخلي، له همدې کبله د هر ډول فساد په وړاندې مبارزه کول زموږ فردی او اجتماعی دنده ده، چې د یو دیني مسؤلیت په توګه به هېڅکله هم له پام ونه لويږي. د وردګ لوړو زده کړو مؤسسه هڅه کوي، خپل زده کړیالان پر هغو اخلاقي ځانګړنو سمبال کړي، چې ټولنه یې له موجودیت څخه خوند واخلي او خلک ورته د خپلو اوږو بار نه، بلکې د خپلې مشال لرونکې امسا په سترګه وګوري.
په درنښت
شیخ الحدیث صفت الله "حقانی"
د وردګ پوهنتون رئیس
تازه خبرونهنور دلته
دلوړو زده کړو وزیر په وردګ پوهنتون کې یوشمیر پروژې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
دلوړو زده کړو سرپرست وزیر میدان وردګ ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې په وردګ لوړو زده کړو مؤسسه کې د ۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت یو شمېر پروژې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
د لوړو. . .
له وردګ پوهنتون څخه ۱۶۵ تنه محصلین فارغ شول
له وردګ پوهنتون څخه ۱۶۵ تنه محصلین فارغ شول
د وردګ پوهنتون له زراعت او ښوونې او روزنې پوهنځي څخه ۱۶۵ تنه محصلین فارغ شول.
د یادو محصلینو لپاره فراغت غونډه د وردګ پوهنتون په تحقیقاتي. . .
د لوړو زده کړو وزارت اړوند د وردګ پوهنتون یو د لویو لاسته راوړنو څخه هغه (۷) اووه جریبه غصب شوې ځمکه
د افغانستان اسلامي امارت د حاکمیت په جریان کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند د وردګ پوهنتون یو د لویو لاسته راوړنو څخه هغه (۷) اووه جریبه غصب شوې ځمکه د غاصیبینو له منګولو څخه ترلاسه کول. . .
عکسونه او ویډیوګانېنور دلته
Latest announcementsAll announcements
د کارموندنې خبرتیا
وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه د خپلو تشکیلاتي پراختیاوو په لړ کې دا ځل یولس (۱۱) عنوانه اداري بستونه له (۶/۵/۱۴۰۳) نېټې څخه تر (۱۶/۰۵/۱۴۰۳) نېټې پورې د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، . . .