موخې، لرلید او رسالت

موخې او برنامې

وردګ پوهنتون په تېر لس کلن مزل کې پرلپسې دا هڅه کړې، چې د هېواد په کچه د زده کړو، تحصیل او مسلکي کادرونو د روزنې په برخه کې هېوادوالو ته هغسې خدمتونو وړاندې کړي، چې هم په ملي او هم په نړیوالو اصولو او معیارونو سره برابر واوسي او په ټولو موجوده برنامو کې کیفیت او کمیت ته په کتو سره داسې متخصصو او مسلکي کادرونه ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي، چې هم د کار کولو لپاره کافي وړتیا ولري او هم یې د کار کولو لپاره په ټولنه کې د کار بازار موجود واوسي، همدغې موخې ته د رسېدو لپاره هڅه شوې، ترڅو ټولې علمي برنامې د اوسني عصر له غوښتنو سره سمې تنظیم شي. 

لرلید

وردګ پوهنتون به په ټول ځواک او توان سره د پوهې او څېړنې په برخه کې د هغو شرایطو او معیارونو د بشپړاوي لپاره هڅه کوي، چې په پایله کې د لوړو زده کړو د خدمتونو د ترسره کولو له لیارې ټولنې ته د خدمت جوګه او د پام وړ مقام لاسته راوړي.

رسالت

وردګ پوهنتون په خپل علمي او اکاډمیک بهیر کې د هېواد د نورو پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسساتو ترڅنګ د متخصصو کادرونو د روزلو مسؤلیت پر غاړه لري او د ټولنې د هوساینې او پرمختګ په موخه د معیاري زده کړو او با کیفیته خدمتونو په وړاندې کولو سره، د نني عصر د غوښتنو پر بنسټ کادرونه روزي.

ارزښتونه

  • انصاف او عدالت .
  • په خدماتو کې کیفیت او د پروګرامونو طرحه کول .
  • علمي، مالي او اداري استقلالیت.
  • شفافیت او حساب ورکونه.
  • صداقت او ملي ارزښتونو ته درناوی.
  • هڅه، خلاقیت او ابتکار.

 بنسټیزې موخې

۱- د هېواد په کچه د ټولنیزې ودې او اقتصادي پراختیا په موخه د علمي او څېړنیزو فعالیتونو له لارې د لوړو زده کړو د کیفیت لوړاوی.

۲- د اوسني عصر له غوښتنو سره سم د لیسانس په کچه د وړتیا لرونکو علمي کادرونو روزل او د کار په بازار کې له اړتیا سره سم د هغوی نظري او عملي وړتیاوې لوړول.

۳- د تحصیلي آسانتیاوو رامنځته کول (کتابتون، درسي مواد، کمپیوټر لب، لابراتوار، مناسب درسي چاپیریال، ټولګي او عصري تجهیزات)

۴- د ټولنې له اړتیاوو سره سم د درسي برنامو پرلپسې کتنه او پراختیا، او د تدریس په برخه کې له مؤثرو او اغېزمنو میتودونو څخه کار اخیستل.

۵- د تدریس، تحقیق، علمي او فرهنګي برنامو په لړ کې د اکاډمیک نظم او دسپلین رامنځته کول.

۶- د علمي کادر غړو، متخصصینو او محصلانو لپاره د کار او کړنو د وضعیت د ښه والي په موخه د خدماتي چارو ښه تنظیم.

۷- د علمي کادرو غړو، استادانو او محصلینو د علمي وړتیاوو د لوړولو په موخه د علمي کنفرانسونو، سمینارونو، سمپوزیمونو او ورکشاپونو په لاره اچول.

۸- کیفیت لرونکو او معیاري زده کړو ته د لاسرسي موخه د پرمختللو او مجهزو بیخبناوو رامنځته کول.

بنسټیزې برنامې:

الف: مدیریتي برنامې

  • د پوهنتون په کچه د کیفیت لوړاوي د مراحلو بشپړول
  • د فساد او بیروکراسۍ په وړاندې مبارزه
  • د علمي او اداري تشکیلاتو پراختیا
  • د مرستو جلبول او د عایداتي سرچینو رامنځته کول
  • د علمي برنامو جوړول او پر ټولو تحصیلي برنامو څارنه کول
  • له رسنیو، دولت او ټولنې سره د مؤسسې د اړیکو مدیریت کول
  • د محصلانو لپاره د ملاتړو برنامو رامنځته کول او څارنه

ب: علمي برنامې

  • د کیفیت لوړاوي په برخه کې د هېواد په کچه د بشپړ ملي اعتبار ترلاسه کول
  • د استادانو د ظرفیتونو د لوړاوي په موخه د ماسترۍ او دوکتورا په برخه کې کورنیو او بهرنیو بورسونو ته د علمي کادر غړو ورپېژندل.
  • د تدریس ترڅنګ د علمي کادر غړو او محصلینو ته د څېړنیزو سهولتونو چمتول کول
  • دعلمي کادر غړو او محصلینو د څېړنیزو کارونو د خپرولو په موخه د علمي ژورنالونو خپرول او پراخول
  • د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تائید شوي تحصیلي نصاب پلي کول
  • د تدریس په برخه کې له معاصرو او اغېزمنو میتودونو څخه کار اخیستل
  • د نویو پوهنځيو او دیپارتمنتونو ایجادول
  • د الکترونیکي زده کړو پراخول او د معلوماتي تکنالوژۍ د بیخبناوو پراختیا

ج: د کړنو معقولول

  • د کلنۍ بودجې د لګښت لپاره معقول پلان جوړل او له اړتیا سره سم په معقوله توګه د هغو لګول
  • د کار په بازار کې له اړتیاوو سره سم د تحصیلي برنامو ایجادول
  •  هر کال بېلابېلو پوهنځیو ته معقول شمېر محصلانو جذبول
  • د کرېډیټ سیستم د پلي کولو لپاره د مناسب بستر رامنځته کول
  • د علمي کارونو او ښوونیزو برنامو د پراختیا او تطبیق په موخه د امکاناتو رامنځته کول
  • د فرهنګي، هنري او ورزشي فعالیتونو لپاره د لارو هوارول
  • د روغتیایي، مشورتي، رواني روغتیا او کارموندنې په برخه کې د خدمتونو وړاندې کول
  • له پوهنتوني چاپیریال سره د نوو شاملو شوو محصلانو آشنا کول او د چاپېریال ساتنې په برخه کې هغوی ته سمینارونه وړاندې کول.
  • د وړتیا او تخصص په اساس د استادانو او اداري کارمندانو ګمارل
  • د څېړنو په برخه کې د لومړیتوبونو پېژندل او پر هغو مواردو څېړنې کول چې ټولنه په لومړي پړاو کې ورته اړتیا لري.
  • په کادري او اداري برخو کې د الکترونیکي سیستمونو رامنځته کول او له هغو څخه ګټه اخیستل

د: پراختیايي برنامې

  • د بېلابېلو پوهنځیو لپاره د تدریسي تعمیرونو جوړول او د هغو تجهیزول
  • د طب پوهنځي، کادري روغتون او کلینیک لپاره د ودانیو جوړول او تجهیزول
  • د کتابتون، مطالعې صالون، مرکزي لابراتوار او څېړنیزو مرکزونو لپاره د ودانیو جوړول او تجهیزول
  • د غونډو تالار، جمنازیوم او سپورتي لوبغالیو جوړول او تجهیزول
  • د ماستر پلان مطابق د پوهنتون د داخلي سړکونو او کانالیزاسیون او زرغونو ساحو جوړول او پراخول
  • په موجود زېربناوو کې د زلزلې، اورلګېدونې او یا نورو بېړنیو حالاتو د مدیریت په موخه د سیستمونو رامنځته کول.
  • محصلانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د لیلو، تفریحي او مطالعاتي امکاناتو رامنځته کول
  • د پوهنتون د داخلي او خارجي ترانسپورت لپاره، د پارکینګونو، اړوندو زیربناوو جوړول او د ترانسپورتي سهولتونو رامنځته کول.