د انصاف او عدالت پالیسي
د افغانستان اسلامي امارت
لوړو زده کړو وزارت
وردګ پوهنتون
د انصاف او عدالت پالیسي
کال: ۱۴۰۱ هـ ش
فهرست
د انصاف او عدالت په برخه کې د وردګ پوهنتون کړنې
الف: د اداري او خدماتي کارمندانو او استادانو د جذب اړوند پالیسي
ب: په درسي ساعتونو کې د انصاف او عدالت پالیسي
ج: د لنډ مهاله او اوږد مهاله بورسونو د توزیع په برخه کې د انصاف او عدالت پالیسي
هــ: د نتایجو د شفافیت په برخه کې د انصاف او عدالت پالیسي:
و: د علمي خپلواکۍ د تأمین لپاره د انصاف او عدالت پالیسي
ز: د ټولنیزو اخلاقو د رعایت لپاره د انصاف او عدالت پالیسي
ح: د شکایتونو د ارزونې لپاره د انصاف او عدالت پالیسي
ط: د اضافه کارۍ لپاره د انصاف او عدالت پاليسی
ی: د استادانو، کارمندانو او محصلینو لپاره په حاضرۍ کې د انصاف او عدالت پاليسی
ک : د تدارکاتو په برخه کې د انصاف او عدالت پالیسي
ل : د مکافاتو او مجازاتو په بر خه کې د انصاف او عدالت پالیسي
م: د استادانو د تحقیقي مزد د ورکړې په برخه کې د عدالت او انصاف پالیسي
سریزه
په هر هېواد کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو د مؤسسو جوړول په مسلکي پوهه سمبال او د ټولنې د ودې، پرمختګ او ښه والي لپاره د ژمنو کادرونو د روزنې په برخه کې یو مهم او اړین اصل ګڼل کیږي چې وردګ د پوهنتون هم د یادې موخې د ترلاسه کولو لپاره په فعالیت پیل کړی دی.
د کاري پروګرامونو جوړول او پلانول د غوره مدیریت یو له مهمو اصولو او تګلارو څخه دي چې د ټولو ادارو کاري بهیر همغږی کوي، د اهدافو د پلي کولو لپاره د سالم چوکاټ چمتو کول اړین دي، تر څو له یوې خوا د ادارې رهبري اهدافو ته په کتو سره وکولای شي چې د دغه ډول پلانونو او تګلارو په پلي کولو سره کاري پرسونل له وړاندې شویو موخو سره اشنا کړي او له بلې خوا به په ټولو کارمندانو یو شان اصول تطبیق شوي وي .
له همدې امله د عدل او انصاف اصولو په پام کې نیول او په ټولو چارو کې له هر ډول تبعیض پرته عمل کول؛ د دې پوهنتون د ماموریت په سر کې ځای لري. له دې اصولو سره د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د استخدام او د محصلینو د جذب، د استادانو، کارکوونکو او محصلینو د هڅونې، مکافاتو ، مجازاتو، محصلینو ته د نمرو په ورکولو او داسې نورو برخو کې د تطبیق وړ دي.
سرچینه:
د انصاف او عدالت پالیسي د تضمین کیفیت د چارچوب د ۸،۳۹ معیار په اساس ترتیب او تیاره شوې ده.
موخې:
۱ -د استادانو د تقرر، د درسونو او ورځنیو چارو عادلانه ویش، د کنفرانسونو ارزونه، مقالې، تحقیقي او تألیفي اثار، ترفیع، بورسونو، د کمېټو او شورا ګانو سمون، سمینارونو او ورکشاپونو ته پېژندنه او اړوند نورو چارو کې د انصاف او عدالت اصل په پام کې نیول.
۲ -د اداري او خدماتي کارکوونکو د تقرر، جذب، امتیاز او ارتقاء په برخه کې د انصاف او عدالت اصل مراعاتول.
۳ -د محصلانو په ارزونه او نومرو ورکولو کې د انصاف او عدالت اصل تطبیقول.
۴ -د پوهنتون په اداري او خدماتي کارکوونکو، استادانو او محصلانو د لوړو زده کړو وزارت او پوهنتون د پالیسیو، مقررو او لوایحو د تطبیق په برخه کې د انصاف او عدالت اصل مراعاتول.
۵ -د بروشرونو، بنرونو او ویب سایټ له لارې د قوانینو او مقررو په اړه عامه پوهاوی رامنځته کول.
د انصاف او عدالت په برخه کې د وردګ پوهنتون کړنې
الف: د اداري او خدماتي کارمندانو او استادانو د جذب اړوند پالیسي
۱ -د علمي کادر د اړتیا وړ بستونه د پوهنتون په ویب سایټ او فیسبوک پاڼو کې نشر کېږي او د استادانو جذب د آزادې سیالۍ له لاري تر سره کېږي.
۲ -د اداري کارکوونکو بستونه وردګ د پوهنتون په فیسبوک پاڼه کې نشر کیږي او د کارکوونکو تقرر د آزادې سیالۍ له لارې مخته ځي.
۳ –خدماتي بستونه د آزادې سیالۍ لپاره اعلان ته سپارل کیږي او یو کس د فزیکي جوړښت او مهارتونو پربنسټ ټاکلکېږي.
۴ -د علمي بستونو توزیع د څانګو د اړتیا د تشخیص له مخې د محصلانو د تناسب ۱/۳۰ د مضامینو شمېر او د استاد له مکلفیتونو سره د درسي ساعتونو مطابقت او د پوهنتون په تطبیقي پلانونو کې د ځای ورکولو له مخې صورت نیسي.
۵ -په پوهنځيو کې د اداري بستونو د ویش موضوع د ادارو د اړتیا له سنجش، د کار حجم د کارمند او محصل د تناسب ۱/۷۰ د اړیکې له مخې په اداري جلسو او په تطبیقي پلان کې ځای پر ځای کېږي. په دې برخه کې د پوهنتون رئیس، علمي او محصلانو چارو مرستیال، مالي او اداري چارو مرستیال او د پوهنځيو رئیسان جدي پاملرنې ته اړ دي.
ب: په درسي ساعتونو کې د انصاف او عدالت پالیسي
په څانګو کې د ورځنیو درسونو ویش د استادانو د علمي مکلفیت له مخې او د لوړو زده کړو وزارت د لوایحو مطابق پرمخ ځي. د مضامینو ویش استادانو ته د هغوی د تخصص له مخې ترسره کېږي. په دې برخه کې د پوهنځي علمي شورا د عدالت له تأمین څخه نظارت کوي او متضرر استادان کولای شي چې خپل شکایت د پوهنځي له رئیس، علمي او محصلانو چارو مرستیال او یا هم د پوهنتون له رئیس سره شریک کړي او یاهم په رسمي ډول د شکایاتو په صندوق کې خپل لیکلی شکایت درج کړي.
ج: د لنډ مهاله او اوږد مهاله بورسونو د توزیع په برخه کې د انصاف او عدالت پالیسي
وردګ پوهنتون د لنډ مهاله او اوږد مهاله بورسونو د توزیع په برخه کې استادانو او اداري کارکوونکو ته د هغوي د تقرر په اساس ونډه ورکوي تر څو د استادانو او اداري کارمندانو ظرفیتونه لوړ کړي.
د: ورکشاپونو او سیمینارونو ته د استادانو او کارکوونکو د پېژندلو په برخه کې د انصاف او عدالت پالیسي
ورکشاپونو او سیمینارونو ته د استادانو او کارکوونکو معرفي کول د اړتیا له مخې ترسره کېږي تر څو د پوهنتون د ارتقا او د کمېټو د پیاوړتیا لامل شي.
هــ: د نتایجو د شفافیت په برخه کې د انصاف او عدالت پالیسي:
۱ -د سمستر منځنۍ آزموینه: د پوهنځیو یا هم د پوهنتون په کچه چې د آزموینې کمېټې شتون لري د نوموړو کمېټو لخوا د منځني سمستر آزموینه د لوړو زده کړو وزارت د طرزالعمل او هدایت مطابق تنظیم او پرېکړه کوي.
۲ -د سمستر وروستۍ ازموینې لپاره د پوهنتون او یا هم د پوهنځیو د آزموینو کمېټې د لوړو زده کړو وزارت د طرزالعمل او هدایت مطابق پرېکړه کوي. یادې کمېټې د هرې ازموینې له صحنې څخه لیدنه کوي او خپل ورځني راپورونه د کمېټې په مربوطه فورمونو کې رسوي او د ازموینو په پای د هر پوهنځي د آزموینو کمېټه مکلفه ده چې خپل توحیدي راپور د پوهنتون د آزموینو کمېټې ته وسپاري. د آزموینو کمېټه د پوښتنو د جوړولو له ډول، د ازموینې د صحنې داخلي نظم، د ازموینې وخت، د ازموینې پر وخت پیل، په ازموینه کې د ممتحن او ممیېز شتون، د محصلینو رضایت، د ټولو محصلینو شمېر، په ازموینه کې د شامل محصلینو شمېر او د ازموینې مناسبې فضا څخه ډاډ تر لاسه کوي.
۳ –د آزموینو نتایج د پوهنځیو د تدریسي چارو عمومي مدیریت له لوري د آزموینو د رسمي ختمېدو وروسته اعلانیږي او متعرض محصلین کوالی شي، چې د شقې د اعلان څخه تر دریو ورځو پورې د عدم قناعت شکایت ثبت کړي او یاد شکایت د دریو استادانو لخوا د شکایت کوونکي محصل په شتون کې څېړل کېږي.
۴ـ د لوړو زده کړو وزارت د طرزالعمل مطابق د وردګ پوهنتون ټول استادان مکلف دي چې د آزموینو نمرې تر دریو ورځو پورې اعلان کړي.
و: د علمي خپلواکۍ د تأمین لپاره د انصاف او عدالت پالیسي
وردګ پوهنتون د تضمین کیفیت آمریت د استادانو او محصلانو د علمي خپلواکۍ د ملاتړ په موخه د علمي خپلواکۍ پالیسي تر کار لاندې ده او د بشپړېدو وروسته به یاده پالیسي د پوهنتون د رهبرۍ شورا له لوري تائيد او د سیمینارونو په ډول به د محصلینو سره شریکه کړل شي او په ویب سایټ کې به نشر او د نشر شواهد به یې د تضمین کیفیت آمریت سره شریک شي.
ز: د ټولنیزو اخلاقو د رعایت لپاره د انصاف او عدالت پالیسي
وردګ پوهنتون د ټولنیزو اخلاقو نه رعایت کولو د مخنیوي په موخه د رهبري، اداري کارکوونکو، استادانو او محصلانو لپاره د اخلاقو ځانګړې پالیسي ترتیب کړې ده او د پوهنتون د رهبري شورا له تأیید وروسته به یې له پوهنځیو سره شریکه کړي، په چاپي ډول به یې د پوهنتون په بېلابېلو برخو کې نصب کړي او همدارنګه د پوهنتون د ویب سایټ له لوري به په نشر ورسېږي.
ح: د شکایتونو د ارزونې لپاره د انصاف او عدالت پالیسي
د وردګ پوهنتون د نظم، دسپلین او شکایاتو ته د رسېدنې کمېټې له لوري د شکایاتو د اوریدلو طرزالعمل ترتیب شوی دی، چې یاد طرزالعمل د پوهنتون په رهبري شورا کې تائید او له هغې وروسته پوهنځیو ته لیږل شوي دی. چې وروسته به پر بنرونو، ویب سایټ او د برېښنایي شبکو له لارې نشر شي. په یاد طرزالعمل کې د محصلینو، اداري کارکوونکو او استادانو لپاره د شکایت کولو ځانګړي اصول بیان شوي دي او همدارنګه د شکایت فورمه شتون لري، تر څو په یاده پروسه کې په بشپړ ډول شفافیت رامنځته شي.
ط: د اضافه کارۍ لپاره د انصاف او عدالت پاليسي
وردګ پوهنتون د اداري کارکوونکو، خدماتي کارکوونکو، شب باشانو، فني او تخنیکي کارکوونکو اضافه کاري د هغوی د ښه خدمت په موخه د مستقیم آمر د تأیید وروسته هغوی ته ورکول کیږي.
ی: د استادانو، کارکوونکو او محصلینو لپاره په حاضرۍ کې د انصاف او عدالت پاليسي
۱ -د لوړو زده کړو وزارت د قانون پربنسټ د استادانو حاضري د درسي مهال وېش او په کمېټو کې د ګډون له مخې حسابېږي او هر استاد همدا برنامه په خپل انفرادي پلان کې ځای پرځای کوي.
۲ -د کار قانون له مخې ټول اداري او خدماتي کارکوونکي د شنبې تر پنج شنبې هره ورځ د سهار له ۸ بجو څخه د مازدیګر تر ۴ بجو پوري باید په خپله دنده کې حاضر وي. هغه کارکوونکي چې د خپل آمر له اجازي پرته دندې ته رسیدګي نشي کولای غیر حاضر حسابېږي.
۳ -محصلین د خپل درسي وخت له مخې مکلف دي درسونو ته حاضر شي. هر استاد ځانته حاضري لري او کوم محصلین چې شتون ونه لري، غیرحاضر حسابېږي. په ازموینه کې د محصل ګډون د کرېډېټ لایحې مطابق محصلین د ۷۵سلنه حاضرۍ پربنسټ بایدحاضر وي او د ۲۵ سلنه څخه زیاته غیرحاضرۍ په صورت کې محصل محروم شمیرل کېږي.
ک : د تدارکاتو په برخه کې د انصاف او عدالت پالیسي
وردګ د پوهنتون تدارکات د همدې پوهنتون د مالي او اداري معاونیت، د تهیه او تدارکاتو د مدیریت په مرسته د ځانګړي طرزالعمل له لارې تنظیمیږي. د تدارکاتو مدیریت د هر اداري واحد لپاره ځانګړې فورمې لري او د همغو فورمو له مخې ېې اړتیاوې بشپړوي.
ل : د مکافاتو او مجازاتو په بر خه کې د انصاف او عدالت پالیسي
وردګ پوهنتون د مکافاتو او مجازاتو اصل ته پابنده پوهنتون دی او د خپلو مالي امکاناتو له مخې چې په واک کې یې لري د استادانو او کارکوونکو د ملاتړ لپاره یې په کار اچوي.
م: د استادانو د څېړنیز مزد د ورکړې په برخه کې د عدالت او انصاف پالیسي
وردګ پوهنتون د استادانو د څېړنو، تألیف اږ علمي فعالیتونو د حق الزحمې په برخه کې پلان لري تر څو د هغوی مزد ورکړي او همدارنګه د استادانو د څېړنو، مقالو، ژباړو، علمي اثارو د نشر او پخش په موخه امکانات چمتو کړي.
د انصاف او عدالت پاليسی وردګ د پوهنتون د پلان او پالیسي کمېټې له لوري په ( 3 ) ګڼه او ( 1401/5/1 ) نېټه پروتوکول کې ثبت او تائيد شوه.
د پلان او پالیسۍ کمېټې مسؤل
پوهنیار حمیدالله عمري
د انصاف او عدالت پاليسی د وردګ پوهنتون د رهبري شورا له لوري په ( 1 ) ګڼه او ( 1444/1/19) نېټه پروتوکول کې ثبت او تائيد شوه.
وردګ پوهنتون رئیس
پوهنیار حمیدالله عمري