د وردګ پوهنتون د رئیس پیغام |
وردګ پوهنتون د هېواد په کچه د اسلامي ارزښتونو، کلتوري ویښتابه، اقتصادي پرمختګ او نورو علمي برخو کې د لوړو زده کړو او علمي کادرونو د روزنې یو پوهنیز او اکاډمیک مرکز دی، چې له جوړېدو یې نږدې یوه لسیزه تېرېږي.دغه اکاډمیک مرکز د خپل جوړښت په لومړۍ لسیزه کې د لوړو زده کړو وزارت له اصولو او قوانینو سره سم د پنځو پوهنځیوپه لرلو سره سلګونه زده کړیالان په ملي او اسلامي روحیه سمبال ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړې دي.علمي او اکاډمیک بنسټونه د ټولنې په کچه د پوهې او پرمختګ دنده پرغاړه لري، او د بشري ټولنو د علمي او فکري لوړتیا سرچینې ګڼل کيږي.له همدې کبله وردګ پوهنتون؛ لوړو زده کړو ته لاسرسی یوه اسلامي وجیبه،ملي اړتیا، د سیمې او نړۍ په کچه سیال حیثیت ته د رسیدو په لاره کې یوازینۍ منطقي او بنسټیزه لاره ګڼي.وردګ پوهنتون د همدغو اسلامي او ملي اړتیا پربنسټ په ۱۳۹۳ کال کې د یوې ولسي غوښتنې پر بنسټ رامنځته شوه او د یوه ولسي عزم او ملاتړ په پایله کې د ملی سوداګرو، قومی مشرانو، فرهنګیانو او استادانو په مرسته یې لومړنۍ بېخبناوې پر پښو ودرېدې او فعالیت یې پیل کړ. یاد پوهنتون که څه هم په تېرو لسوکلونو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري، چې له نړیوالو اسلامي،اکاډمیکو او پوهنیزو آرونو سره سم په بېخبنایي او مخبنایی برخو کې د پراختیا جوګه شي، او د هېواد په کچه د یو روښانه پوهنیز نظام جوړولو لپاره په کمي او کیفي توګه د کادرونو روزنه او د هغوی د علمي او مسلکي ځواک لوړتیا رامنځته کړي. وردګ پوهنتون په ټولو کاري برخو کې د دوامدارې عصري کېدنې په موخه په پلان کې لري، چې د استادانو ځاني ارزونې او پوهنیزې لوړتیا ته زمینه مساعده کړي او د هېواد په کچه محسوسو اړتیاوو ته په کتو سره، د علمي لاسته راوړونو په رڼا کې ټولنیزو اړتیاووته د ځواب وینې په موخه خپل پوهنځي او دیپارتمنتونه پر علمي او عصري معیارونو سمبال کړي. وردګ پوهنتون دا خپل رسالت بولي، چې د زده کړې، تحقیق او تدریس لپاره آرام، هوسا، په علمي او اکاډمیکو معیارونو برابر چاپېريال رامنځته کړي،ترڅو زده کړیالان په پوره ډاډ او اطمینان سره وکولای شي، په دغه پوهنتون کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.د یو ريښتونې اسلامي ټولنې اخلاق د پوهو او زده کړو یووګړو له فکرونو سرچینه اخلي، له همدې کبله د هر ډول فساد په وړاندې مبارزه کول زموږ فردی او اجتماعی دنده ده، چې د یو دیني مسؤلیت په توګه به هېڅکله هم له پام ونه لويږي. وردګ پوهنتون هڅه کوي، خپل زده کړیالان پر هغو اخلاقي ځانګړنو سمبال کړي، چې ټولنه یې له موجودیت څخه خوند واخلي او خلک ورته د خپلو اوږو بار نه، بلکې د خپلې مشال لرونکې امسا په سترګه وګوري. په درنښت الحاج شیخ الحدیث مولوي محمد عابد "حقاني" د وردګ پوهنتون رئیس |
|
تازه خبرونهنور دلته
استادانو او اداري کارکوونکو ته د معلوماتي ټکنالوژۍ د اغېزمنې کارونې په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.
دغه سیمینار د وردګ پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند معلوماتي ټکنالوژۍ عمومي مدیریت له لوري، د کمپیوټر ساینس پوهنځي د استاد، پوهنیار شفیقالله لایق لخوا ترسره شو. نوموړي د. . .
استادانو ته د «تدریس د نویو کړنلارو» تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ وړاندې شو
د وردګ پوهنتون د مسلکي پراختیا آمریت له لوري د استادانو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د تدریسي بهیر د کیفیت د ښهوالي په موخه، د «تدریس د نویو کړنلارو» تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ وړاندې. . .
وردګ پوهنتون کې د اور وژنې، د اور وژنې وسایلو د کارونې او طبیعي پېښو په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو
د کارکوونکو د خوندیتوب، د احتمالي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او د بېړنیو حالاتو پر مهال د سم او پر وخت غبرګون د پیاوړتیا په موخه، وردګ پوهنتون کې د اور وژنې، د اور وژنې وسایلو د کارونې. . .
