د پوهنې وزير وردګ پوهنتون ته سفر وکړ
د پوهنې وزير وردګ پوهنتون ته سفر وکړ
.د پوهنې وزير وردګ پوهنتون ته سفر پرمهال د عالیه او عالميه دورو له کلنۍ ازموينې څخه څارنه وکړه
.په پيل کې د وردګ د لوړو زده کړو مؤسسې رئيس شـ یـ ـخ م ـولـ ـوي صفت الله حـ قـ اني د پوهنې وزير ښاغلي الحاج مـ ولـ وي حبيب الله آغـ ـا او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست وويل
.ورپسې ښاغلي وزير صاحب د ازموينې محل ته تشریف یووړ او د فاضلانو له ازموينې يې څارنه وکړه. هغه له ټولو فاضلانو وغوښتل چې له دې او ورته فرصتونو څخه سمه ګټه واخلي
.هغه د ازموينې له محل څخه تر لنډې کتنې وروسته د ازموينې له چاپیریال او تدابيرو خوښي څرګنده کړه او ټولو فاضلانو ته يې د بريا دعا وکړه