کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلانو ته د کارموندنې په برخه کې په آنلاین رسنیو کې د سوداګريزو خبرتياوو رول او سي‌وي لیکنې په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو

wu_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۵۷
د لوړو زده کړو وزارت د لارښوونې سره سم، د وردګ پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د درېیم او څلورم ټولګیو محصلانو ته د «کارموندنې په پار په آنلاین رسنیو کې د سوداګریزو تبلیغاتو رول او سي‌وي لیکنه» تر سرلیک لاندې معلوماتي سیمینار وړاندې شو.  سیمینار د استاد عبدالله بهادري له لوري وړاندې شو، چې موخه یې د آنلاین رسنیو له لارې د کاري فرصتونو موندنې او مسلکي سي‌وي لیکلو په اړه د محصلانو پوهاوی لوړول وو.  په سیمینار کې د ټولنیزو رسنیو رول، د کاري فرصتونو موندلو لارې، د دندو مهمې آنلاین سرچینې او د کمپیوټر ساینس اړوند م

د لوړو زده کړو وزارت د لارښوونې سره سم، د وردګ پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د درېیم او څلورم ټولګیو محصلانو ته د «کارموندنې په پار په آنلاین رسنیو کې د سوداګریزو تبلیغاتو رول او سي‌وي لیکنه» تر سرلیک لاندې معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

سیمینار د استاد عبدالله بهادري له لوري وړاندې شو، چې موخه یې د آنلاین رسنیو له لارې د کاري فرصتونو موندنې او مسلکي سي‌وي لیکلو په اړه د محصلانو پوهاوی لوړول وو.

په سیمینار کې د ټولنیزو رسنیو رول، د کاري فرصتونو موندلو لارې، د دندو مهمې آنلاین سرچینې او د کمپیوټر ساینس اړوند مسلکي سرچینې ور وپېژندل شوې. همدارنګه، د مسلکي سي‌وي مهمې برخې او د اغېزمنې لیکنې اصول په عملي ډول تشریح شول.

د یادونې وړ ده چې دا ډول مسلکي پروګرامونه محصلانو سره د کاري بازار پېژندلو او مسلکي فرصتونو ته د لاسرسي په برخه کې مرسته کوي.

عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۱
Background image

استادانو ته د «تدریس د نویو کړنلارو» تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ وړاندې شو

د وردګ پوهنتون د مسلکي پراختیا آمریت له لوري د استادانو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د تدریسي بهیر د کیفیت د ښه‌والي په موخه، د «تدریس د نویو کړنلارو» تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ وړاندې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۸
Background image

وردګ پوهنتون کې د اور وژنې، د اور وژنې وسایلو د کارونې او طبیعي پېښو په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کارکوونکو د خوندیتوب، د احتمالي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او د بېړنیو حالاتو پر مهال د سم او پر وخت غبرګون د پیاوړتیا په موخه، وردګ پوهنتون کې د اور وژنې، د اور وژنې وسایلو د کارونې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۳
Background image

استادانو او اداري کارکوونکو ته د ساري ناروغیو، شخصي حفظ الصحې او روغتیا ساتنې په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه، د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت له لوري، د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، چې د پوهنتون استادانو او اداري. . .

BACK TO NEWS