وردګ پوهنتون کې د ۱۴۰۵ ل کال د عمومي کانکور ازموینې د بایومټریک پروسه پیل شوه.
وردګ پوهنتون کې د ۱۴۰۵.ل کال د عمومي کانکور ازموینې د بایومټریک پروسه په منظم او شفاف ډول پیل شوه. دغه پروسه د نوماندانو د هویت د تثبیت، د شفافیت د تأمین او د ازموینې د قانوني او اصولي ترسره کېدو لپاره د لوړو زده کړو وزارت او ازموینو عمومي ادارې د طرزالعمل له مخې عملي کېږي.
یاده پروسه د پوهنتون د مسؤولینو تر مستقیمې څارنې لاندې د بایومټریک کارکوونکو په همغږۍ پیل شوې ده. په دې بهیر کې د نوماندانو د ګوتو نښې، انځورونه او اسناد په برېښنايي بڼه ثبتېږي، څو د هر ډول جعل او درغلۍ مخه ونیول شي.
همداراز د پروسې د خوندي او منظم ترسره کېدو لپاره د میدان وردګو ولایت د استخباراتو ریاست، امنیه قومندانۍ او د دې قومندانۍ اړوند ترافیکو مدیریت هم شتون لري، چې ټول په ګډه د نظم ساتنې، د نوماندانو د تنظیم او د تګراتګ د اسانتیا لپاره په ګډه همکاري کوي.
د یادونې وړ ده چې دغه پروسه به سبا ورځ هم دوام ولري او له هغې وروسته به د درېیو ورځو لپاره د کانکور ازموینه واخیستل شي.
