د کمپیوټر ساینس پوهنځي د رئیس پیغام
د کمپیوټر ساینس پوهنځی د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو په چوکاټ کې خپل علمي فعالیت ترسره کوي، چې تر ټولو مهم او اساسي رسالت یې د اسلامي او داخلي ارزښتونو په رڼا کې د لوړ کیفیت، متوازنو او عادلانه زده کړو له لارې د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړول بلل کېږي.
د دغه هدف د ترلاسه کولو لپاره د لوړو زده کړو د پرمختګ په موخه په داخلي او نړیواله کچه هڅې کېږي، او د استادانو او محصلینو د علمي وړتیاوو د لوړولو لپاره ځانګړي پروګرامونه ترسره کېږي، ترڅو د ملک د پرمختګ لپاره د پوهې او مهارتونو په لوړولو کې مرسته وشي.
په پای کې د افغانستان د خلکو د سوکالۍ او پرمختګ لپاره د علمي خدمتونو وړاندې کول زموږ مسؤلیت دی.
په درنښت
پوهنیار سید رحیم نیکمل
د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس