د وردګ پوهنتون د احاطې ديوال پرانېست غونډه په يو لړ شانداره او پرتمينو مراسمو کې تر سره شوه
یکشنبه د روان ۱۴۴۵ کال د ربیع الاول ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ کال د تلې د میاشتې له ۱۶ نیټې سره سمون لري وردګ پوهنتون د احاطې ديوال پرانېست غونډه په يو لړ شانداره او پرتمينو مراسمو کې تر سره شو
غونډه د لوړو زده کړو وزارت وياند ښاغلي حافظ ضیاء الله هاشمي د قرانکريم د سپېڅلو ايتونو په تلاوت سره پيل کړه، ورپسې د پوهنتون رئیس شيخ الحدیث صفت الله حقاني د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزير شيخ الحدیث والقران الحاج ندا محمد نديم، ورسره مل پلاوي، د چارو ادارې لوي رئیس شیخ القرآن والحدیث نور الحق انور ، د کانونو او پترولیم وزارت معین انجینر وحید الله حلیمي ،د ولايت قدرمن والي قاري بختیار معاذ ، د امنيه قوماندانۍ قوماندان شیخ القرآن محمد شریف حلیمي ، د ولايت اړوند ولسواليو ولسوالانو، علماي کرامو، مخورو سپین ږیرو او د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د فتحې څخه وروسته د پوهنتون په علمي ، اداري او زیربنایي پرمختګونو او لاسته راوړنو تفصيلي وینا وکړه. ورپسې د ولايت محترم والي یاد اکادمیک محیط اړوند د قدرمن وزیر صیب د ځانګړې لورینې څخه مننه وکړه . وروسته د جهادي مدرسې شیخ صاحبانو د علماوو شورا مرستیال په خپل وار د علم پر اهمیت ، د فکري انحراف او د استادانو او محصلینو په مسئولیتونو په اړه تفصیلي ویناوې وکړې. د غونډې په ورستیو شیبو کې د لوړو زده کړو وزير شيخ القران والحديث الحاج ندا محمد نديم د ټولنې پر وړاندې د حاکم نظام ، مسؤلینو او مجاهد پال اولس په مسؤلیتونو تفصیلي وینا وکړه ، د میدان وردګو ولایت د ولسونو او محصلینو د بې دریغه قربانیو ستاینه یې وکړه ، د یاد پوهنتون د محصلینو لپاره په ۱۴۰۳ کال کې د لیليې بلاک جوړولو، ۱۴۰۲ کال کې د دولتې برق د نښلولو ،د لابراتوارونو د تجهیز ، د کرنې پوهنځي تحقیقاتي فارم ، سرسبزۍ ، د کرکیت او فوټبال میدانونو د جوړولو په برخه کې ژمنې وکړې.
د په پای کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث نور الحق انور د اسلامي امارت په مختلفو برخو کې د مهمو لاسته راوړنو تر څنګ د ولسونو تر منځ په یوالي او د حاکم نظام د اطاعت اړوند وینا وکړه .
د یادې غونډې په ورستیو کې د مختلفو ادارو چارواکو،علماء کرامو او قومي مخورو ته د اعزاز پګړۍ ور پر پرسر شوې.
نوموړې شانداره او پرتمينه غونډه په دعائیه کلام سره پای ته ورسېده.
د غونډې په دوهمه برخه کې د پوهنتون احاطې ديوال د ۴۰ میلیون افغانیو په ارزښت چې تدا رکاتي چارې يې مخکې بشپړ شوې وې، د پټۍ پرې کولو مراسم رسما د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزير الحاج شیخ ندا محمد نديم له لوري افتتاح او په پوره خوندي او ډاډمنه فضا کې د پټۍ پرې کولو مراسم تر سره شول.
د ورځې په پاي کې د لوړو زده کړو قدرمن وزیر صیب د پوهنتون په علمي شوري' کې ګډون وکړ د پوهنتون د رهبرۍ او استادانو ستونزې او وړاندیزونه له نږدې واوریدل او د حل برخه کې یې وعدې وکړې .
فرهنګي او نشراتو کمېټه