ژوند لیک

پوهنمل سیدانور اکبري

 

د وردګ لوړو زده کړو مؤسسې علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهنمل سید انور اکبري د محمد اکبر زوی، په ۱۳۶۳هـ لمریز کال د جدیې میاشتې په ۱۴مه نېټه د وردګو ولایت، سیداباد ولسوالۍ، د بابوخیل کلي په یوه دینداره او علم پاله کورنۍ کې زیږېدلی. لومړنۍ او ثانوي زده کړې یې (له ۱۳۷۱ څخه تر ۱۳۸۲ پورې) په «امام ابو حنیفه تنګي» عالي لیسه کې سرته رسولي. په کال ۱۳۸۳ کې د کابل پوهنتون، ارواپوهنې او تربیتي علومو پوهنځي، روانشناسۍ څانګې ته د کانکور له لارې بریالی او شامل شوی، چې په کال ۱۳۸۶ کې یې له یادې څانګې د لسانس سند تر لاسه کړ، او په کال ۱۳۹۳ کې د ازادې سیالۍ له لارې د قزاقستان هیواد سکالرشیپ ته لار ومونده، چې د یو کلنې Pre-University دورې سره یې ماسټري دوره په کال ۱۳۹۶ کې په اعلی درجه پای ته ورسوله.

نوموړی په کال ۱۳۹۷ کې د لوړو زده کړو وزارت د علمي کادر غړئ شوی، چې وروسته یې د علمي او تدریسي مکلفیت تر څنګ نور اداري مسئولیتونه لکه: د ښوونې او روزنې پوهنځي تدریسي مدیریت، د غزني پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت، د غزني پوهنتون د څیړنو کمیټې مسئولیت پر غاړه لرلي دي. د دې سربیره، تر لسو (۱۰) زیاتې علمې مقالې او آثار لري، چې لدې جملې څخه (۴) یې په انګلیسی ژبه تحریر او نشر شوي دي. همدارنګه له ملي ژبو علاوه په انګلیسی او روسي ژبو روانې خبرې کولای شي.