شوراګان او عمومي کمېټې
۱- رهبري شورا
رهبري شورا د پوهنتون په کچه یو له هغو مهمو شوراګانو څخه ده، چې د دغه پوهنتون له جوړښت سره سم یې په فعالیت پیل کړی دی، د دغې شورا مشري د پوهنتون رئیس کوي، مرستیالان، د پوهنځیو رئیسان او مستقل آمرین یې غړیتوب لري. رهبري شورا د پوهنتون په کچه د یو لړ مهمو موضوعاتو په اړه د مشورو او تصمیم نیونې یو باصلاحیته مرجع ده، چې په اوونۍ کې یوځلې د پوهنتون د رئیس په مشرۍ غونده کوي. په دغه اوونیزو غونډو کې د وردګ پوهنتون د ورځنیو چارو، ساختماني چارو، درسي بهیر، اداري بهیر او څېړنیزو چارو څخه د څارنې او تعقیب په موخه غونډې او مشورې کوي، پر دې سربېره دغه شورا په ټولو برخو کې د ستونزو او مشکلاتو د حل په موخه یوه مشورتي مجلس دی، چې د ستونزو او پرمختګونو په اړه سپارښتنې، سلاو او مشورې ترسره کوي.
۲- علمي شورا
علمي شورا د پوهنتون په کچه د پرېکړو او تصمیم نیونې په برخه کې تر ټولو باصلاحیته شوری ده، چې د وردګ پوهنتون د (۱۸۷/۳۰۷) ګڼې او (۲۷/۹/۱۴۴۴) وړاندیز او د لوړو زده کړو وزارت د ګڼې(۷۸۳۲) او (۱۱/۱۰/۱۴۴۴) نېټې حکم په اساس رامنځته شوې ده. دغه شورا د پوهنتون د ټولو برخو: دیپارتمنتونو، پوهنځیو، کمېټو، د پالیسیو او لارښودونو او نورو ټولو علمي مسائلو په اړه د پرېکړې او تصمیم نیونې صلاحیت لري.
د وردګ پوهنتون علمي شوراوې د دغه پوهنتون د رئیس په مشرۍ جوړېږي، د علمي او محصلانو چارو مرستیال د یادې شورا مرستیال او د استادانو آمر یې منشي توب کوي. د مالي او اداري چارو مرستیال، د پوهنځیو رئیسان، د کیفیت لوړاوي آمر، د څېړنو او علمي مجلې آمر او د دیپارتمنتونو آمرین یې اعضاء دي. علمي شورا د لاندې واکونو درلودونکې ده:
- د پوهنتون د مرستیالانو د ټاکلو په اړه، د پوهنتون د رئیس وړاندیز.
- د اړوند پوهنتون د لوړو زده کړو او علمي څېړنو د پالیسۍ طرح او ترتیب او واکمنو مراجعو ته د هغو وړاندیز.
- د درسي پلانونو او علمي- څېړنیزو برنامو تدوین او ارزونه.
- د پرمختیايي پلانونو طرح او وړاندیز
- د زده کړه ییزو پلانونو او برنامو له تطبیق څخه څارنه.
- د پوهنځیو او دیپارتمنتونو د تأسیس، پراختیا، تجزیې، الحاق ادغام او یا الغاء کتنه او وړاندیز.
- د تفاهم لیکونو او د توأمیت د قراردادونو د عقد، تعدیل، تمدید یا فسخ وړاندیز.
- د علمي کادر د غړي د ګمارنې یا انفکاک د وړاندیز په هکله د تصمیم نیول.
- د اړوندو پوهنځیو د اکاډمیکو فعالیتونو ارزونه او د لوړو زده کړو وزارت ته یې د رپوټ وړاندې کول.
- د مرستیالیو، مرکزي کتابتون، د معلوماتي تکنالوژۍ د مرکز، د څېړنو او علمي مجلې آمری او د کیفیت لوړاوي آمریت او په دې برخه کې د ښه والي د لارو چارو د لټولو د فعالیتونو ارزونه.
- د اختصاصي کمېټو جوړول او هغو ته د ځینو واکونو سپارل.
- د لایحو د طرح او تعدیل وړاندیز او د اړوندو کړنلارو تصویبول.
- په اړوندو تقنیني سندونو کې د درج شوو، نورو دندو سر ته رسول.
۳- اداري شورا
د وردګ پوهنتون له درې ګونو شوراګانو څخه درېیمه شورا د اداري شورا په نامه یاديږي. د وردګ پوهنتون په کچه دغه شورا په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې رامنځته شوه، دغه شورا د پوهنتون په کچه د سالمې حکومتولۍ، ښه مدیریت، د پوهنتون له شتمنیو څخه سمه ساتنه او پالنه، په علمي برخه کې د تدریس او تحقیق په چارو کې د لا ډېرو سهولتونو رامنځته کول او په اداري برخو کې د ستونزوې هوارولو او خنډونو له منځه وړلو په تړاو سلامشورې کوي. دغه شورا هم په میاشت کې یو ځلې د پوهنتون د رئیس په مشرۍ خپلې غونډې ترسره کوی، چې د پوهنتون مرستیالان، د پوهنځیو رئیسان، آمرین او د اداري برخې مدیران په کې ګډون کوي. په دغه شورا کې ډېری پر اداري موضوعاتو باندې بحثونه او لارښوونې ترسره کیږی.
۴- د کیفیت لوړاوي کمېټه
د کیفیت لوړاوي عمومي کمېټه په ۱۳۹۹ کال کې د کیفیت لوړاوي آمریت له ایجاد سره سمه رامنځته شوه، چې د پوهنتون په کچه په ټولو برخو کې د چارو د لا ښه سمون او کیفیت لوړاوي په برخه کې فعالیت کوي. دغه کمېټه د ټاکل شوو معیارونو پر بنسټ د پوهنتون د ټولو برخو څارنه او ارزونه ترسره کوي. د دغې کمېټې په مهمو دندو کې د پوهنتون په ټولو برخو کې د کیفیت ښه والی رامنځته کول، د پوهنتون د اعتبار ورکوونې پروسې، زده کړه ييزو برنامو او نورو فعاليتونو څخه نظارت کول. د پوهنتون په سطحه د کیفیت لوړاوي برنامو له تطبيق څخه څارنه کول، د پوهنتون، پوهنځیو او دیپارتمنتونو په کچه ځاني ارزونه ترسره کول. د علمي برنامو دورهیي کتنه (PPR) ترسره کول، د پوهنتون په کچه کلنی نظارت (APR) ترسره کول، د کتابتون او لابراتورونو له تجهیز او ګټې اخیستنې څخه څارنه کول، د پوهنتون او پوهنځیو په کچه د جوړو شویو کمېټو د کړنو ارزیابي کول او بلآخره په ټولو برخو کې د فیډبکونو چمتو کول او د هغو له تطبیق څخه ډاډ ترلاسه کول. د کیفیت لوړاوي په برخه کې وردګ پوهنتون لومړۍ مرحله په بریالیتوب سره ترسره کړې او د دوهمې مرحلې لپاره یې بشپړ چمتووالی اعلان کړی دی.
۵- د پلان او پالیسۍ کمېټه:
د پلان او پالیسۍ کمېټه د پوهنتون په کچه د پلانونو او پالیسو جوړولو په برخه کې کار کوي، د دغې کمېټې په مهمو دندو کې د پوهنتون لپاره د ستراتیژیک پلان جوړول، د ستراتیژیک پلان د جوړولو په اړه سمینارونو او ورکشاپونه جوړول، د ستراتیژیک پلان لپاره د تطبیقي پلان جوړول او د هغو له تطبیق څخه نظارت کول، د پوهنځیو او دیپارتمنتونو د ستراتیژیک پلانونو کتل، د پوهنتون په کچه د نورو کمېټو لپاره د پالیسیو او کړنلارو کتل او نهایې کول، شامل دي.
۶- د څېړنو او علمي مجلې کمېټه:
د څېړنو عمومي کمېټه د پوهنتون په کچه د معیاري څېړنیزو فعالیتونو د ترویجولو او تنظیمولو په برخه کې فعالیت کوي، د دغې کمېټې په مهمو دندو کې د څېړنیزو اړتیاوو سنجول، د څېړنیزو مقالو کتل، له ښکېلو اړخونو سره د څېړنو د پایلو شریکول، د څېړنې د روشونو په اړه سمینارونه او ورکشاپونه جوړول، د څېړنیزو چارو کلنی پلان جوړول، د علمي کارد غړو ته څېړنیزو کنفرانسونو دائرول، د علمي مجلې لپاره له حقوقي، اخلاقي، مسلکي او میتودلوژيکي اړخه د علمي مقالو کتنه، شامل دي.
۷- د استادانو د تقرر او علمي ترفېعاتو کمېټه:
د استادانو د تقرر او علمي ترفېعاتو عمومي کمېټه د استادانو د تقرر او علمي ترفېعاتو اړوند چارې پرمخ وړي، د دغې کمېټې په مهمو او اساسي دندو کې د پوهنځيو په کچه د تشو بستونو تشخیصول، د علمي کادر غړو د جذب لایحې مطابق د تشو بستونو اعلان او هغو ته وړ نوماندانو شارټ لیست کول، د استادانو د تقرر د اسنادو او شواهدو برابرول، د ترفېعاتو په موخه علمي شورا ته د استادانو د دوسيو برابرول او نورې اړوندې چارې شاملې دي.
۸- د برېښنايي زده کړو کمېټه:
د برېښنايي زده کړو کمېټه د زده کړو د عصري کولو، ډیجیټلي وسایلو د کارونې، محصلانو ته د انلاین تدریس او کورسونو جوړولو په برخه کې فعالیت کوي. د دغې کمېټې په مهمو دندو کې د الکترونیکي زده کړو د کیفیت لوړول، د پوهنتون د اداري چارو ډیجیټلي کول او محصلانو ته د سیمې په کچه د نړیوالو معیارونو سره سم د آنلاین زده کړو زمینه برابرول، د زده کوونکو، استادانو، او اداري کارمندانو ترمنځ د برېښنايي زده کړو په اړه د پوهاوي رامنځته کول او د ډیجیټلي وسایلو ګټې روښانه کول، د پوهنتون اداري پروسو ډیجیټلي کول ترڅو شفافیت، چټکتیا، او د وخت سپما رامنځته شي.
۹- د ظرفیت لوړونې کمېټه:
د ظرفیت لوړونې عمومي کمېټه د اړتیاوو پر بنسټ د پوهنتون د ټولو کادري او اداري کارمندانو د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې فعالیت کوي، د دغې کمېټې په مهمو دندو کې د استادانو، کارمندانو او محصلانو د ظرفیتونو لوړولو په موخه اړتیا سنجونه، د اړتیاوو پر بنست د ورکشاپونو او سمینارونو لپاره د ټرېنرانو ټاکنه، د ورکشاپونو او سمینارونو لپاره د درسي موادو چمتو کول او په مناسب وخت کې درې واړو برخو ته د سمینارونو، ورکشاپونو او ټرینېنګونه جوړول، شامل دي.
۱۰- د فرهنګي چارو او نشراتو کمېټه:
د فرهنګي چارو او نشراتو کمېټه د پوهنتون په کچه ټولې فرهنګي او نشراتي چارې تنظیموي، د ملي او اکاډميکو ورځو او همدارنګه د ملي او اکاډمیکو اشخاصو نمانځغوندې دائرول، د محصلينو فرهنګي کمېټه رامنځته کول او له هغوی سره په ګډه کار کول، د پوهنتون لرلید، ماموریت، اهداف او تاریخچه د کتلاک، بنر او بروشر په بڼه ترتیبول او خپرول، د پوهنتون د لاسته راوړونو او پرمختګونو په اړه د راپورونو جوړول او خپرول، د استادانو، محصلينو او نورو ليکوالانو معياري څېړنې او ليکنې خپرول، نوو جذب شوو محصلانو ته د فرهنګي غونډو ترتیبول، د کنفرانسونو، ښه راغلاست غونډو، نمانځغونډو، فراغت غونډو او داسې نورو چارې تنظيمول، د پوهنتون له ویب سایټ څخه څارنه کول، د پوهنتون د ټولنیزو پاڼو جوړول او پرمخ بېول، د پوهنځیو په کچه د فرهنګي چارو او نشراتو کمېټې جوړول او د هغو له چارو څخه څارنه کول شامل دي.
۱۱- د ازموینې کمېټه
د ازموینو عمومي کمېټه د کرېډېټ سیستم له لایحې سره سم د پوهنتون په کچه د ټولو پوهنځیو د محصلانو د حاضرۍ راپورونه ارزوي او د ازموینې له لایحې سره سم د ازموینو له بهیر څخه څارنه کوي، د دغې کمېټې په مهمو او اساسي دندو کې د لوړو زده کړو وزارت له پرېکړو سره سم د ازموینې وخت او ځای په اړه تصمیم نیول، د محصلانو د حاضرۍ نصاب کتل، محروم او غائبو محصلانو تشخیصول، د ازموینې د صحنو له نظم څخه څارنه کول، د ازموینو د صحنو د تنظیم میکانېزم جوړول، د ازموینې له لایحې سره سم د پوښتنو له څرنګوالي ډاډ تر لاسه کول، شکایتونو ته د دریو کاري ورځو په بهیر کې رسیدګي کول، د هر سمستر په پای کې د ازموینو د راپور چمتو کول او د پوهنځیو په کچه د اړوند کمېټو له چارو څخه څارنه کول، شامل دي.
۱۲- د محصلانو د همغږۍ او سپورټ کمېټه:
د محصلانو د همغږۍ او سپورت کمېټه د پوهنتون په کچه د ټولو محصلانو لپاره په علمي، دیني، کلتوري او سپورتي برخو کې د علمي سمینارونو، علمي سفرونو، سپورتي لوبو او فرهنګي غونډو د جوړولو په برخه کې فعالیت کوي. د دغې کمېټې په مهمو دندو کې محصلانو ته د اکاډمیک چاپیریال ورپېژندل او په دې برخه کې له موجود آسانتیاوو سره د هغوی آشنا کول، محصلانو ته په رواني او روغتیايي برخو کې خدمات وړاندې کول، په دیني، علمي، کلتوري برخو کې د پروګرامونو جوړول، د پوهنځیو په کچه د علمي او سپورتي سیالیو جوړول او مختلفو علمي مرکزونو او تاریخي سیمو ته د هغوی د علمي سفرونو تنظیمول شامل دي.
۱۳- د دعوت او ارشاد کمېټه
د دعوت او ارشاد کمېټه د پوهنتون په کچه د استادانو، کارمندانو او محصلانو د دیني پوهې د لوړاوي په موخه په علمي او دیني برخو کې د سمینارونو جوړلو، بېلابېلو درسي حلقو، عقیدتي درسونو او فرهنګي انجمنونو د جوړولو په برخه کې فعالیت کوي. د دغې کمېټې په مهمو او اساسي دندونو کې د منکراتو له منځه وړل، د معروفاتو اقامه، د لمانځه پر اهتمام نظارت کول او په دې برخه کې د اړوندو مسائلو بیان او د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو له تطبیق او عملي کولو څخه نظارت کول شامل دي.
۱۴- د نظم، دسپلین او شکایتونو د اورېدو کمېټه:
د نظم، دسپلین او شکایتونو د اورېدو کمېټه د پوهنتون د داخلي نظم او همدارنګه د استادانو، کارمندانو او محصلانو د شکایتونو د حل په برخه کې یوه مهمه کمېټه ده، چې د ټاکل شوو پالیسو له مخې د پوهنتون په کچه د داخلي نظم ساتلو، قوانینو د تطبیق او شکایتونو د منصفانه حل په موخه فعالیت کوي. د دغې کمېټې په مهمو او اساسي دندو کې د نظم او دسپلین رعایتولو په موخه د پالیسیو جوړول او تطبیقول، د شکایتونو اخیستل، د هغو درجه بندي او څېړل او په دې اړوند د پرېکړو اعلانول، د نظم او دسلپین په موخه د پوهنتون په کچه د ځینو احتیاطي تدابیرو نیول، د نظم او دسپلین په اړه محصلانو ته عامه پوهاوی ورکول، د حقایقو په بربنسټ عادلانه تصامیم نیول، شامل دي.
۱۵- د مالي او اداري چارو کمېټه:
دغه کمېټه د مالي او اداري چارو د معاونیت تر چتر لاندې په مالي او اداري برخو کې د مرستندویه کمېټې په توګه کار کوي. د دغې کمېټې په مهمو فعالیتونو کې د کلنیو او ربعوارو مالي پلانونو جوړول، د پوهنتون کادري او اداري کارمندانو ته د کلنۍ بودجې معرفی کول، د کلنۍ بودجې مطابق د کلني مالي پلان جوړول، په بېلابېلو برخو کې د اړتیاوو سنجول، د اداري پراختیا تشکیلاتي طرحې جوړول، د بېلابېلو پروژو لپاره د پروپوزلونو چمتوکول، راپورونو جوړول او حساب ورکول شامل دي.
۱۶- د نصاب عمومي کمېټه
د نصاب عمومې کمېټه د پوهنتون په کچه د نصابونو د کتنې، پلي کولو او ارزونې دنده پر غاړه لري، د دغې کمېټې په مهمو دندو کې د تحصیلي نصابونو بیا کتنه او له اړتیا سره سم یې د ځواکمنو او کمزورو نکاتو پیدا کول، شامل دي، پر دې سربېره په مستنده توګه د نصابونو نوي کول او په دې اړوند د کارپوهانو نظریات اخیستل، د درسي مضامينو او مفرداتو د ټاکنې په موخه په کاري بازار کې د اړتیا سنجول او په دې برخه کې د ټولنې د غوښتنو او اړتياوو د معلومولو په موخه د پوښتنپاڼو ترتيب، تثبيت او شننه، د نورو پوهنتونونو له تحصیلي نصابونو سره د موجوده تحصیلي پرتله کول او د تحصیلي نصاب له مفرداتو سره د استادانو د درسي کتابونو، لکچرنوټونو، سلايډونه او نور درسي مواد پرتله کول هم د دغې کمېټې په دندو کې راځي.
۱۷- د چاپېریال ساتنې او نشهیي توکو په وړاندې د مبارزې کمېټه
د چاپیریال ساتنې او نشهیي توکو په وړاندې د مبارزې کمېټه د پوهنتون په کچه د چاپېریال پاک ساتلو، زرغونتیا او نشهیي توکو په وړاندې د مبارزې په برخه کې فعالیت کوي. د دغې کمېټې په مهمو دندو کې د چاپېریال ساتنې کلنی پلان جوړول، د چاپېریال ساتنې او نشهیی توکو په وړاندې د مبارزې په برخه کې د پروګرامونو او علمي سمینارونو جوړول، د چاپیریال زرغونتیا او کېنول شوو نیالګیو د ساتنې او پالنې لپاره مشورتي غونډې او مجلسونه جوړول، د چاپېریال ساتنې فرهنګ ته وده ورکول، د پوهنتون د ښکلا او رزغونتیا په برخه کې د ستونزو د هواري په موخه د حل لارو وړاندې کول، شامل دي.
۱۸- د فساد په وړاندې د مبارزې کمېټه
د فساد په وړاندې د مبارزې کمېټه په ټولو کادري او اداري برخو کې د هر ډول فساد د مخنیوي په برخه کې فعالیت کوي. دغه کمېټه د فساد د مخنیوي په برخه کې استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او محصلینو ته عامه پوهاوی ورکوي او هڅه کوي، چې د هر ډول فساد په وړاندې شکونه او شکایتونه وڅېړي.
۱۹- د بهرنیو اړیکو او توأمیتونو کمېټه
د بهرنیو اړیکو کمېټه له پوهنتون څخه بهر له نورو ټولو دولتي او غیر دولتي ادارو سره د همغږۍ او اړیکو دنده پرغاړه لري. د دغې کمېټې په اساسي دندو کې د پوهنتون د پرمختګ په موخه له ملي سوداګرو او خیریه بنسټونو د مرستو جلبول او د هېواد، ولایت او پوهنتون په کچه د بېنیو حالاتو پرمهال د پوهنتون له مشرتابه سره په همغږۍ اړین تدابیر نیول، له نورو پوهنتونونو، دولتي او غیر دولتي ادارو سره د توأمیتونو لاسلیکول او د هغو پر تطبیق باندې څارنه کول، شامل دي.