د وردګ پوهنتون د احاطې ديوال پرانېست غونډه په يو لړ شانداره او پرتمينو مراسمو کې تر سره شوه

wu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۱۰:۳۵
وزیر

یکشنبه د  روان ۱۴۴۵ کال د ربیع الاول ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ کال د تلې د میاشتې له ۱۶ نیټې سره سمون لري  وردګ پوهنتون د احاطې ديوال پرانېست غونډه په يو لړ شانداره او پرتمينو مراسمو کې تر سره شو
غونډه د لوړو زده کړو وزارت وياند ښاغلي حافظ ضیاء الله هاشمي  د قرانکريم د سپېڅلو ايتونو په تلاوت سره پيل کړه، ورپسې د پوهنتون رئیس شيخ الحدیث صفت الله حقاني د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزير شيخ الحدیث والقران الحاج ندا محمد نديم، ورسره مل پلاوي، د چارو ادارې  لوي رئیس شیخ القرآن والحدیث نور الحق انور ، د کانونو او پترولیم وزارت معین انجینر وحید الله حلیمي ،د ولايت قدرمن والي قاري بختیار معاذ ، د امنيه قوماندانۍ قوماندان شیخ القرآن محمد شریف حلیمي  ، د ولايت اړوند ولسواليو ولسوالانو، علماي کرامو، مخورو سپین ږیرو او د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست  ترڅنګ د فتحې څخه وروسته د پوهنتون په علمي ، اداري او زیربنایي پرمختګونو او لاسته راوړنو تفصيلي وینا وکړه. ورپسې د ولايت محترم والي یاد اکادمیک محیط اړوند د قدرمن وزیر صیب د ځانګړې لورینې څخه مننه وکړه . وروسته د جهادي مدرسې شیخ صاحبانو د علماوو شورا مرستیال په خپل وار د علم پر اهمیت ، د فکري انحراف او د  استادانو او  محصلینو په مسئولیتونو په اړه تفصیلي ویناوې وکړې. د غونډې په ورستیو شیبو کې   د لوړو زده کړو وزير شيخ القران والحديث الحاج ندا محمد نديم د ټولنې پر وړاندې د  حاکم نظام ، مسؤلینو او مجاهد پال اولس په مسؤلیتونو تفصیلي وینا وکړه ،  د میدان وردګو ولایت د ولسونو او  محصلینو د بې دریغه قربانیو ستاینه یې وکړه ، د یاد پوهنتون د محصلینو لپاره په ۱۴۰۳ کال کې د لیليې بلاک جوړولو، ۱۴۰۲ کال کې د دولتې برق  د نښلولو ،د لابراتوارونو د تجهیز ، د کرنې پوهنځي تحقیقاتي فارم ، سرسبزۍ ، د کرکیت او فوټبال میدانونو د جوړولو  په برخه کې ژمنې وکړې.
د په پای کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث نور الحق انور د اسلامي امارت په مختلفو برخو کې د مهمو لاسته راوړنو  تر څنګ د ولسونو تر منځ په یوالي او د حاکم نظام د اطاعت اړوند وینا وکړه .
د یادې غونډې په ورستیو کې د مختلفو ادارو چارواکو،علماء کرامو او قومي مخورو ته د اعزاز پګړۍ ور پر پرسر شوې.
نوموړې شانداره او پرتمينه غونډه په دعائیه کلام سره پای ته ورسېده. 
د غونډې په دوهمه برخه کې د پوهنتون احاطې ديوال د  ۴۰ میلیون افغانیو په ارزښت چې  تدا رکاتي چارې يې مخکې  بشپړ شوې وې، د پټۍ پرې کولو مراسم رسما د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزير الحاج شیخ ندا محمد نديم له لوري افتتاح او په پوره خوندي او ډاډمنه فضا کې د پټۍ پرې کولو مراسم تر سره شول.
د ورځې په پاي کې د لوړو زده کړو قدرمن وزیر صیب د پوهنتون په علمي شوري' کې ګډون وکړ د پوهنتون د رهبرۍ او استادانو ستونزې او وړاندیزونه له نږدې واوریدل او د حل برخه کې یې  وعدې وکړې .
فرهنګي او نشراتو کمېټه

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۶:۱۴
Background image

د کندز پوهنتون کرنې پوهنځي څخه راغلي پلاوي له وردګ پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

د علمي اړیکو او ګډو څېړنیزو همکاریو د پراختیا په موخه، د کندز پوهنتون د کرنې پوهنځي د اتو څانګو آمرینو او استادانو له وردګ پوهنتون څخه علمي لیدنه ترسره کړه.

د پلاوي ښه راغلاست د وردګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۰
Background image

د موټر چلولو د جواز ترلاسه کولو څوارلس ورځنی سیمینار د ازموینې په اخیستلو سره پای ته ورسېد.

د میدان وردګو ولایت د عبور او مرور عمومي مدیریت له لوري د وردګ پوهنتون د استادانو او اداري کارکوونکو لپاره د موټر چلولو جواز د  ترلاسه کولو په موخه ترسره شوی څوارلس ورځنی روزنیز سیمینار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۱
Background image

وردګ پوهنتون کرنې پوهنځي نیمه‌کاره ودانۍ رغنیزې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي دي.

د وردګ پوهنتون د کرنې پوهنځي د نیمه‌کارې ودانۍ رغنیزې چارې د بشپړېدو وروستي پړاو ته رسېدلې دي او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړه او په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادې. . .

BACK TO NEWS