د وردګ پوهنتون «وردیکا علمي ـ څېړنیزې» داخلي مجلې د لومړۍ دورې لومړۍ ګڼه په انلاین بڼه خپره شوه
یاده مجله چې د ټولنیزو علومو په برخه کې فعالیت کوي، د بېلابېلو لیکوالانو دوولس (۱۲) علمي او څېړنیزې مقالې پکې ځای پر ځای شوې دي. د دغو مقالو موخه د علمي څېړنو دودول، د څېړنیزو موندنو خپرول او د ټولنیزو علومو اړوند علمي بحثونو ته وده ورکول دي.
د وردګ پوهنتون مشرتابه د دغې مجلې خپرېدل د علمي او څېړنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام بولي او هیله څرګندوي چې دا به د څېړونکو، استادانو او محصلینو لپاره د علمي آثارو د خپرولو اغېزمنه وسیله وګرځي.
عامه پوهاوي اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت
د ترلاسه کولو تړونی یې: https://journals.wu.edu.af/index.php/wsnj
