د فرهنګي چارو او نشراتو کمېټه

د فرهنګي چارو او نشراتو کمېټه د پوهنتون په کچه ټولې فرهنګي او نشراتي چارې تنظیموي، د داخلي او علمي ورځو او همدارنګه د داخلي او علمي اشخاصو نمانځغوندې دائرول، د محصلينو فرهنګي کمېټه رامنځته کول او له هغوی سره په ګډه کار کول، د پوهنتون لرلید، ماموریت، اهداف او تاریخچه د معلوماتي کتاب، بنر او بروشر په بڼه ترتیبول او خپرول، د پوهنتون د لاسته راوړونو او پرمختګونو په اړه د راپورونو جوړول او خپرول، د استادانو، محصلينو او نورو ليکوالانو معياري څېړنې او ليکنې خپرول، نویو جذب شوو محصلانو ته د فرهنګي غونډو ترتیبول، د کنفرانسونو، ښه راغلاست غونډو، نمانځغونډو، فراغت غونډو او داسې نورو چارې تنظيمول، د پوهنتون له ویب سایټ څخه څارنه کول، د پوهنتون د ټولنیزو پاڼو جوړول او چارې یې پرمخ بېول.