د محصلانو چارو آمریت
د محصلانو چارو آمریت د لومړي ځل لپاره په ۱۴۰۲ کال کې ایجاد شوی دی، چې د محصلانو د چارو د تنظیم په برخه کې فعالیت کوي. د دغه آمریت په مهمو دندو کې د محصلانو له ډېټابس (HEMIS) څارنه او کنټرول، د تحصیلي اسنادو (دیپلوم او ترانسکرپت) د ویش له پروسې څخه څارنه، د محصلینو د شمولیت، منفکۍ، تأجیل، تبدیلۍ، رفع تأجیل او بیا شمولیت له پروسو څخه څارنه کول، د محصلینو د سمستر وار نتایجو د راټولو له پروسې څخه څارنه کول، د محصلانو ته د پېژندنې کارتونه ورکول، شامل دي. د محصلانو چارو د آمریت تر چتر لاندې درې مدیریتونه فعالیت کوي:
۱- د محصلینو چارو عمومي مدیریت چې په ۱۳۹۷هـ ش کال کې ایجاد شوی دی، د دغه مدیریت له مهمو دندو څخه د محصلانو د شمولیت، بیا شمولیت، تبدیلۍ او منفکۍ چارې ترسره کول دي.
۲- د فاغانو چارو عمومي مدیریت چې په ۱۴۰۲ هـ ش کال کې ایجاد شوی او اصلي دنده یې داده، چې فارغو شوو محصلانو ته خپل تحصیلي اسناد سپاري.
۳- د تحصیلي اسنادو چمتوکولو مدیریت په ۱۴۰۱ هـ ش کال کې ایجاد شوی، د دغه مدیریت یوه مهمه دنده داده، چې فارغو شوو محصلانو ته تحصیلي اسناد چمتو کوي.