د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت

د محصلانو چارو د خدمتونو او همغږۍ مدیریت په ۱۴۰۳ کال کې د علمي او محصلانو چارو معاونیت تر چتر لاندې ایجاد شو. د دغه عمومي مدیریت په اساسي دندو کې له اکاډمیک چاپیریال او د مؤسسې له تحصیلي شرایطو او امکاناتو سره د محصلانو آشنا کول، محصلانو ته د دیني، فرهنګي، علمي او ورزشي برنامو او علمي سمینارونو او سفرونو تنظیمول، د نوښتګرو محصلانو پېژندل او د هغوی د لاپرمختګ په موخه زمینه مساعدول، محصلانو ته د کارموندنې په برخه کې د هغوی وړتیاوې لوړول، په لیلیو کې د محصلانو د اوسېدنې له شرایطو څخه څارنه کول، د محصلانو رواني او روغتیايي ستونزو ته رسیدګي کول او د هغوی تر منځ د لا ښې همغږۍ په موخه د محصلانو د کمېټو ایجادول، شامل دي.