د پوهنې وزير وردګ پوهنتون ته سفر وکړ

wu_admin
Mon, Jan 13 2025 11:05 AM
وردک پوهنتون مسجد

د پوهنې وزير وردګ پوهنتون ته سفر وکړ
د پوهنې وزير وردګ پوهنتون ته سفر پرمهال د عالیه او عالميه دورو له کلنۍ ازموينې څخه څارنه وکړه.
په پيل کې د وردګ د لوړو زده کړو مؤسسې رئيس شـ یـ ـخ م ـولـ ـوي صفت الله حـ قـ اني د پوهنې وزير ښاغلي الحاج مـ ولـ وي حبيب الله آغـ ـا او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست وويل.
ورپسې ښاغلي وزير صاحب د ازموينې محل ته تشریف یووړ او د فاضلانو له ازموينې يې څارنه وکړه. هغه له ټولو فاضلانو وغوښتل چې له دې او ورته فرصتونو څخه سمه ګټه واخلي.
هغه د ازموينې له محل څخه تر لنډې کتنې وروسته د ازموينې له چاپیریال او تدابيرو خوښي څرګنده کړه او ټولو فاضلانو ته يې د بريا دعا وکړه.

Latest news

Sat, Sep 05 2026 3:22 PM
Background image

وردګ پوهنتون کې د محصلانو د استوګنې لپاره د عصري او مجهزې لیلیې د جوړولو چارې دوام لري.

وردګ پوهنتون کې د محصلانو د استوګنې د ستونزو د راکمولو او د معیاري استوګنیزو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د عصري او مجهزې لیلیې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د دې رغنیزې پروژې. . .

Sun, Aug 30 2026 8:40 AM
Background image

وردګ پوهنتون کې د «ریښتیني اتلان» کتاب د مخکتنې غونډه ترسره شوه

وردګ پوهنتون کې د «ریښتیني اتلان» کتاب د مخکتنې غونډه د پوهنتون د مشرتابه، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو، ګڼ شمېر محصلینو او یو شمېر نورو مېلمنو په ګډون ترسره شوه.

د «ریښتیني. . .

Thu, Aug 27 2026 9:20 AM
Background image

وردګ پوهنتون کې د میلاد النبي ﷺ په مناسبت ځانګړې‌ پرتمینه غونډه ترسره شوه

د ‌لوړو زده کړو قدرمن وزارت په لارښوونه، وردګ پوهنتون کې د میلاد النبي ﷺ د مبارکې ورځې په مناسبت غونډه د پوهنتون د مشرتابه، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلینو په. . .

BACK TO NEWS