وردګ پوهنتون کې «د اسلامي نظام ارزښت او پر وړاندې یې زموږ مسؤلیتونه» تر سرلیک لاندې معلوماتي سیمینار ترسره شو.
دغه سیمینار د التنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ، د پوهنتون د رهبري، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلینو په ګډون ترسره شو چې پرانیسته یې د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشوه.
ورپسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال، پوهاند دوکتور خیبر سیفي، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د اسلامي نظام د ارزښت او اهمیت، د اسلامي ارزښتونو د پېژندنې او پالنې په برخه کې د فردي او ټولنیزو مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او د علمي او فکري پوهاوي د پیاوړتیا لپاره د ورته سیمینارونه خورا مهم وبلل.
له هغه وروسته د میدان وردګو ولایت د جهادي مدرسې مهتمم، شیخ الحدیث مولوي عطاءالحق حقاني، د اسلامي نظام د ارزښت، بنسټونو او ځانګړتیاوو په اړه معلومات وړاندې کړل. نوموړي اسلامي نظام الهي، ټولشموله، د فساد او جرمونو پر وړاندې اغېزمن او د انسان له فطرت سره سم نظام وباله. هغه د اسلامي نظامونو د رامنځته کېدو په لاره کې ورکړل شویو قربانیو ته اشارې وکړه او له محصلینو یې وغوښتل چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي او خپل اسلامي نظام ته هر اړخیز خدمتونه ترسره کړي.
همدارنګه، د شرعیاتو پوهنځي استاد مولوي عبدالمجید حقیار د اسلامي نظام پر وړاندې د مسلمانانو د مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او د اسلامي ارزښتونو د رعایت، ټولنیز مسؤلیت، د نظام د ملاتړ او په فردي او ټولنیزو چارو کې د اسلامي لارښوونو د عملي کولو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
په وروستیو کې ياد سیمینار په دعائیه کلام سره پای ته ورسېد.
عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت
