د وردګ پوهنتون او چک کثیرالرشتوي انستیتیوت ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه‌لیک د پنځو نورو کلونو لپاره وغځول شو

wu_admin
Sat, Sep 19 2026 1:57 PM
د چک کثیر الریشتوي انیستیوت هوکړه لیک

وردګ پوهنتون او چک کثیرالرشتوي انستیتیوت د علمي او مسلکي همکاریو د دوام او پراختیا په موخه، د دواړو بنسټونو ترمنځ پخوانی دوه اړخیز همکاریو هوکړه‌لیک د پنځو نورو کلونو لپاره وغځاوه.

د هوکړه‌لیک د غځولو ترڅنګ، د نوموړي انستیتیوت د ساختماني انجینري څانګې محصلینو د عملي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه د وردګ پوهنتون د محصلینو له لیلیې او روانو ودانیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

د لیدنې پر مهال د وردګ پوهنتون د خدماتو عمومي مدیر انجینر شېرباز خان مسلمیار او اړوندو مسوولو انجینرانو، محصلینو ته د لیلیې د ودانیزې پروژې د پیل، بېلابېلو ساختماني پړاوونو او تر دې دمه د ترسره شویو چارو په اړه عملي معلومات او تخنیکي لارښوونې وړاندې کړې.

محصلینو د ودانۍ بېلابېلې برخې له نږدې وکتلې او د ساختماني چارو له عملي بهیر سره یې د خپلو مسلکي زده‌کړو د تړاو په اړه عملي تجربه ترلاسه کړه. د پروژې د قراردادي شرکت مسوولینو هم د محصلینو د عملي زده‌کړو د پیاوړتیا په برخه کې د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړ.

عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

Latest news

Sat, Oct 31 2026 3:25 PM
Background image

د وردګ پوهنتون د محصلانو د لیلیې ودانیزو چارو شاوخوا ۴۰ سلنه پرمختګ کړی دی

یاده ودانۍ په دوو بلاکونو او څلورو پوړونو کې جوړېږي، چې له بشپړېدو وروسته به د ۱۶۰۰ محصلانو د استوګنې ظرفیت ولري.

د دې پروژې په بشپړېدو سره به د محصلانو د استوګنې په برخه کې د پام وړ. . .

Tue, Oct 27 2026 3:00 PM
Background image

استادانو او اداري کارکوونکو ته د معلوماتي ټکنالوژۍ د اغېزمنې کارونې په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د وردګ پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند معلوماتي‌ ټکنالوژۍ عمومي مدیریت له لوري، د کمپیوټر ساینس پوهنځي د استاد، پوهنیار شفیق‌الله لایق لخوا ترسره شو. نوموړي د. . .

Wed, Oct 21 2026 2:01 PM
Background image

استادانو ته د «تدریس د نویو کړنلارو» تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ وړاندې شو

د وردګ پوهنتون د مسلکي پراختیا آمریت له لوري د استادانو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د تدریسي بهیر د کیفیت د ښه‌والي په موخه، د «تدریس د نویو کړنلارو» تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ وړاندې. . .

BACK TO NEWS