د ساتنې او پاملرنې عمومي مدیریت

د ساتنې او پاملرنې عمومي مدیریت په ۱۴۰۲ کال کې ایجاد شوی دی، دغه مدیریت د مؤسسې د ټولو ملکیتونو، ودانیو، چاپېریال ساتنې، اوبو رسونې، کانالیزاسیون او برق سیستمونو د ساتنې او پاملرنې چارې پر غاړه لري. د یاد مدیریت په مهمو دندو کې دا شامل دي، چې د مؤسسې له برېښنا سیستم، برق، تلیفون، کانالیزاسیون، یخنۍ او تودخې د سیستمونو، زرغون چاپیریال ساتنې ته پاملرنه وکړي او د ټولو سیسمتونو له فعالیت څخه ځان ډاډمن کړي. پر دې سربېره دغه مدیریت د ودانیو د آهن پوښونو، کړکیو، دروازو او نورو اړوندو اجناسو د ترمیم، ساتنې او پاملرنې مسؤلیت هم پر غاړه لري. د دغه مدیریت تر چتر لاندې د خدماتو عمومي مدیریت قرار لري، چې د تحویلخانې، ودانیو، اوبو رسونې او کانالیزاسیون، برېښنا شبکې او شنو ساحو د ساتنې لپاره د اړینو تجهیزاتو اړتیاسنجونه کوي او د هغو د خریدارۍ وړاندیزونه کوي. پر دې سربېره دغه مدیریت د ترانسپورتي وسایطو څارنه او ساتنه هم کوي، ترڅو ورځنیو چارو کې خنډ رامنځته نه شي.