علمي کادر غړو ته د څېړنو کړنلارې او علمي مقاله لیکنې ورکشاپ پیل شو.

wu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۵۷
سمینار علمی مقاله لیکنه


د وردګ پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت له لوري د علمي کادر غړو د علمي ظرفیت لوړونې، څېړنیزو مهارتونو د پیاوړتیا او معیاري علمي څېړنو د دودولو په موخه د “څېړنو کړنلارې او علمي مقاله لیکنې” تر سرلیک لاندې ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. ورپسې د مسلکي پراختیا آمر، پوهنمل عبدالبصیر ترابي، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ورکشاپ بشپړه پېژندنه وړاندې کړه. نوموړي د یاد ورکشاپ موخې، ارزښت او اړتیا روښانه کړه او زیاته یې کړه، چې دغه علمي پروګرام به په دوامداره ډول له اتو تر لسو اونیو پورې، په هره اونۍ کې دوه ورځې ترسره کېږي.

د ورکشاپ د وړاندې کولو چارې د کمپیوټر ساینس پوهنځي استاد، پوهنمل اسدالله محمدي، پر غاړه لري. ټاکل شوې ده نوموړی د ورکشاپ په جریان کې د څېړنو د مېتودولوژۍ اړوند بېلابېل موضوعات، علمي اصول، څېړنیزې لارې چارې او د علمي لیکنو معیاري میتودونه په هر اړخیز او عملي ډول ګډونوالو ته وړاندې کړي.

همدا راز د ورکشاپ په لړ کې به د علمي او څېړنیزې مقالې ټول مهم پړاوونه او اړخونه په عملي بڼه تشریح او تطبیق شي، څو ګډونوال وکولای شي معیاري او علمي څېړنې په مسلکي ډول ترسره کړي.
عامه پوهاوي، اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۳۳
Background image

وردګ پوهنتون کې د میدان وردګ ولایت د ۱۴۰۵.ل کال د عمومي کانکور ازموینې بهیر رسماً پیل شو

نن، پنجشنبه، د ۱۴۴۷هـ.ق کال د ذوالحجې میاشتې  ۲۷مه نېټه ، وردګ پوهنتون کې د میدان وردګو ولایت د ۱۴۰۵.ل کال د عمومي کانکور ازموینې بهیر په رسمي ډول پیل شو. 
د دغه ازموینې د پرانیستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۱:۷
Background image

وردګ پوهنتون کې د عمومي کانکور ازموینې د بایومټریک پروسې دوهمه ورځ پیل شوه

وردګ پوهنتون کې د ۱۴۰۵.ل کال د عمومي کانکور ازموینې اړوند د نوماندانو د بایومټریک پروسې دوهمه ورځ په منظم او شفاف ډول پیل شوه.

په دغه بهیر کې د یاد ولایت له بېلابېلو سیمو څخه ګڼ شمېر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

علمي کادر غړو ته د څېړنو کړنلارې او علمي مقاله لیکنې ورکشاپ پیل شو.


د وردګ پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت له لوري د علمي کادر غړو د علمي ظرفیت لوړونې، څېړنیزو مهارتونو د پیاوړتیا او معیاري علمي څېړنو د دودولو په موخه د “څېړنو کړنلارې او علمي مقاله لیکنې”. . .

BACK TO NEWS