علمي کادر غړو ته د څېړنو کړنلارې او علمي مقاله لیکنې ورکشاپ پیل شو.

wu_admin
Wed, May 13 2026 10:57 AM
سمینار علمی مقاله لیکنه


د وردګ پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت له لوري د علمي کادر غړو د علمي ظرفیت لوړونې، څېړنیزو مهارتونو د پیاوړتیا او معیاري علمي څېړنو د دودولو په موخه د “څېړنو کړنلارې او علمي مقاله لیکنې” تر سرلیک لاندې ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. ورپسې د مسلکي پراختیا آمر، پوهنمل عبدالبصیر ترابي، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ورکشاپ بشپړه پېژندنه وړاندې کړه. نوموړي د یاد ورکشاپ موخې، ارزښت او اړتیا روښانه کړه او زیاته یې کړه، چې دغه علمي پروګرام به په دوامداره ډول له اتو تر لسو اونیو پورې، په هره اونۍ کې دوه ورځې ترسره کېږي.

د ورکشاپ د وړاندې کولو چارې د کمپیوټر ساینس پوهنځي استاد، پوهنمل اسدالله محمدي، پر غاړه لري. ټاکل شوې ده نوموړی د ورکشاپ په جریان کې د څېړنو د مېتودولوژۍ اړوند بېلابېل موضوعات، علمي اصول، څېړنیزې لارې چارې او د علمي لیکنو معیاري میتودونه په هر اړخیز او عملي ډول ګډونوالو ته وړاندې کړي.

همدا راز د ورکشاپ په لړ کې به د علمي او څېړنیزې مقالې ټول مهم پړاوونه او اړخونه په عملي بڼه تشریح او تطبیق شي، څو ګډونوال وکولای شي معیاري او علمي څېړنې په مسلکي ډول ترسره کړي.
عامه پوهاوي، اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

Latest news

Tue, Jul 21 2026 11:41 AM
Background image

وردګ پوهنتون کرنې پوهنځي نیمه‌کاره ودانۍ رغنیزې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي دي.

د وردګ پوهنتون د کرنې پوهنځي د نیمه‌کارې ودانۍ رغنیزې چارې د بشپړېدو وروستي پړاو ته رسېدلې دي او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړه او په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادې. . .

Mon, Jul 20 2026 12:46 PM
Background image

علمي کادر غړو ته د برېښنايي ټولګي Google Classroom د کارونې ورکشاپ وړاندې شو

د وردګ پوهنتون برېښنايي زده کړو کمېټې د استادانو د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ، د علمي کادر غړو د مسلکي وړتیاوو د لوړونې او د برېښنايي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د برېښنايي ټولګي. . .

BACK TO NEWS