وردک پوهنتون له لوري د محصلانو لارښود کتاب چاپ شو

wu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۹:۱۳
وردګ پوهنتون د محصلانو د علمي، تحصیلي او اداري اړتیاوو د پوره کولو، معلوماتو ته د اسانه لاسرسي او محصل‌محورو خدمتونو د پیاوړتیا په موخه د محصلانو لارښود کتاب چاپ کړ. دغه لارښود د علمي او محصلانو معاونیت اړوند د محصلانو آمریت له لوري ترتیب او د مالي او اداري معاونیت له لوري د پوهنتون د عادي‌ بودیجې څخه د چاپ په ګاڼه سمبال شو. په نوموړي کتاب کې د محصلانو د تحصیلي او اداري چارو اړوند مهم معلومات، اصول، کړنلارې، حقوق، مسؤلیتونه او موجود خدمتونه په منظم ډول راټول شوي دي. د وردګ پوهنتون مشرتابه د محصلانو لارښود ک

وردګ پوهنتون د محصلانو د علمي، تحصیلي او اداري اړتیاوو د پوره کولو، معلوماتو ته د اسانه لاسرسي او محصل‌محورو خدمتونو د پیاوړتیا په موخه د محصلانو لارښود کتاب چاپ کړ.
دغه لارښود د علمي او محصلانو معاونیت اړوند د محصلانو آمریت له لوري ترتیب او د مالي او اداري معاونیت له لوري د پوهنتون د عادي‌ بودیجې څخه د چاپ په ګاڼه سمبال شو.
په نوموړي کتاب کې د محصلانو د تحصیلي او اداري چارو اړوند مهم معلومات، اصول، کړنلارې، حقوق، مسؤلیتونه او موجود خدمتونه په منظم ډول راټول شوي دي.
د وردګ پوهنتون مشرتابه د محصلانو لارښود کتاب چاپ د محصل‌محورې ادارې او د محصلانو د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې مهم ګام بولي او باور لري چې محصلان د پوهنتون د علمي بهیر اساسي محور دي او د هغوی لپاره د کره معلوماتو، روښانه اداري بهیرونو او مناسبو خدمتونو برابرول یې له مهمو مسؤلیتونو څخه دي.
د وردګ پوهنتون مشرتابه ژمن دی چې د محصلانو د ستونزو د حل، خدمتونو د ښه والي او د علمي او تحصیلي چاپېریال د لا پیاوړتیا لپاره به خپلو هڅو ته په منظمه توګه دوام ورکوي.

عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۱۹
Background image

وردګ پوهنتون کې «د اسلامي نظام ارزښت او پر وړاندې یې زموږ مسؤلیتونه» تر سرلیک لاندې معلوماتي سیمینار ترسره شو.

دغه سیمینار د التنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ، د پوهنتون د رهبري، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلینو په ګډون ترسره شو چې پرانیسته یې د قرآن کریم د څو مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۱:۲۰
Background image

د نوي ستراتیژیک پلان د تشریح سیمینار ترسره شو.

د وردګ پوهنتون د پلان او پالیسۍ هیئت له لوري، د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ، د پوهنتون د نوي ستراتیژیک پلان د تشریح په موخه سیمینار ترسره شو.

دغه سیمینار د پلان او پالیسۍ هیئت مشر او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۹:۱۷
Background image

د اته لکه افغانیو په ارزښت د څېړنیز فارم د خاورې د اصلاح پروژې چارې پیل شوې.

د وردګ پوهنتون کرنې پوهنځي اړوند کرنیز څېړنیز فارم د خاورې د اصلاح او بډاینې پروژې چارې، چې شاوخوا اته لکه افغانۍ لګښت پرې کېږي، عملاً پیل شوې.

د یادې پروژې په ترڅ کې به د فارم د. . .

BACK TO NEWS