وردګ پوهنتون کې د «ریښتیني اتلان» کتاب د مخکتنې غونډه ترسره شوه

wu_admin
Sun, Aug 30 2026 8:40 AM
ریښتني اتلان

وردګ پوهنتون کې د «ریښتیني اتلان» کتاب د مخکتنې غونډه د پوهنتون د مشرتابه، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو، ګڼ شمېر محصلینو او یو شمېر نورو مېلمنو په ګډون ترسره شوه.

د «ریښتیني اتلان» کتاب د میدان وردګو ولایت دایمېرداد ولسوالۍ د هغو کسانو د ژوند، مبارزې، قربانیو، کراماتو او تاریخي کارنامو په اړه لیکل شوی چې د خپل دین، ولس او اسلامي ارزښتونو د ساتنې په لاره کې یې د خپل ژوند تر ټولو ستره پانګه قربان کړی دی.

د غونډې مراسم د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول.
ورپسې د وردګ پوهنتون رئیس، الحاج شیخ مولوي محمد عابد حقاني ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د غونډې موخې، ارزښت او اهمیت یې په تفصیل سره بیان کړ.

نوموړي په خپلو خبرو کې د اسلام د دین د لوړ مقام او د مسلمانانو د هغو بې‌سارې قربانیو په اړه خبرې وکړې چې د دین د ساتنې او د اسلامي ارزښتونو د دفاع په لاره کې ترسره شوې دي. هغه وویل، اسلام د الله تعالی په نزد لوړ او سپېڅلی دین دی او د دې دین د بقا او حاکمیت لپاره د مسلمانانو د بې‌شمېره قربانیو تاریخ له ویاړلو پاڼو ډک دی. ښاغلي حقـ اني د شهید مقام ته په اشارې سره وویل چې شهادت د الله تعالی له لوري یوه ستره الهي ډالۍ او لوړ مقام دی. نوموړي ټینګار وکړ چې د شهیدانو په اړه یوازې خبرې کول او د هغوی یادول بسنه نه کوي، بلکې ژوندي نسلونه د شهیدانو پر وړاندې مسؤولیتونه لري او باید د هغوی د ارمانونو د تحقق لپاره خپل ژوند، اخلاق او کړنې د اسلام د سپېڅلو لارښوونو او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له سیرت سره برابرې کړي.

هغه زیاته کړه چې د شهیدانو د قربانیو اصلي پیغام باید د راتلونکو نسلونو ترمنځ ژوندی وساتل شي او د هغوی د وینو او قربانیو قدر هغه مهال په رښتینې مانا ادا کېدای شي چې مسلمانان خپل ديني، علمي او اخلاقي مسؤولیتونه په سمه توګه ترسره کړي.

وروسته د وردګ پوهنتون د علمي او محصلانو مرستیال، پوهاند دوکتور خیبر سیفي خپله وینا وړاندې کړه. نوموړي د «ریښتیني اتلان» کتاب له لیکوالانو څخه د مننې ترڅنګ، د کتاب د ارزښت او محتوا په اړه خبرې وکړې او له محصلینو یې وغوښتل چې دغه کتاب په دقت ولولي او د مطالعې فرهنګ ته لا ډېره پاملرنه وکړي.

ښاغلي سیفي وویل چې شهیدانو د دنیا د ظاهري سینګار پر ځای سنګر انتخاب کړی و او د خپلو ارمانونو د تحقق لپاره یې له خپل ژوند تېرېدلو ته غاړه ایښې وه. نوموړي زیاته کړه چې نن ورځ د هغوی د قربانیو ثمره په سترګو وینو او د دوی د قربانیو په پایله کې اسلامي نظام رامنځته شوی دی.

نوموړي د خپلې وینا په ترڅ کې د «ریښتیني اتلان» کتاب له بېلابېلو برخو څخه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او محصلین یې وهڅول چې د علم او مطالعې په ډګر کې لا زیاتې هڅې وکړي. هغه ټینګار وکړ چې د نن ورځې محصلین باید د علم او پوهې له لارې خپل نومونه د ملک او تاریخ په روښانه پاڼو کې ثبت کړي.

ورپسې د «ریښتیني اتلان» کتاب لیکوال، دوکتور سید یحیی عمر د غونډې ګډونوالو ته خپله وینا وړاندې کړه. نوموړي د کتاب د لیکلو د بهیر، د تألیف د انګېزې، د کتاب د محتوا او اساسي موخو په اړه تفصیلي معلومات شریک کړل.
ښاغلي عمر څرګنده کړه چې د «ریښتیني اتلان» کتاب موخه یوازې د شهیدانو د ژوند د کیسو راټولول نه دي، بلکې هڅه شوې چې د دوی د ژوند له بېلابېلو اړخونو، مبارزو، قربانیو او معنوي ارزښتونو څخه داسې تصویر وړاندې شي چې راتلونکي نسلونه ترې الهام واخلي.

نوموړي د خپلې وینا په ترڅ کې د کتاب له پاڼو څخه د یوه شهید د ژوند یوه اغېزمنه او عبرتناکه کیسه هم له ګډونوالو سره شریکه کړه، چې د شهیدانو د لوړ همت، اخلاص، فداکارۍ او د خپلو موخو پر وړاندې د هغوی د ژمنتیا څرګند انځور یې وړاندې کاوه.
عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

Latest news

Mon, Sep 21 2026 11:32 AM
Background image

د انصاف او عدالت او اخلاقي پالیسیو او نظم او ډسپلین لایحې د تشریح سیمینار ترسره شو

وردګ پوهنتون کې استادانو او اداري کارکوونکو ته نظم او ډسپلین هیئت له لوري د انصاف او عدالت پالیسي، اخلاقي پالیسي او نظم او ډسپلین لایحې د تشریح په موخه معلوماتي سیمینار ترسره شو.

د. . .

Sat, Sep 19 2026 1:57 PM
Background image

د وردګ پوهنتون او چک کثیرالرشتوي انستیتیوت ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه‌لیک د پنځو نورو کلونو لپاره وغځول شو

وردګ پوهنتون او چک کثیرالرشتوي انستیتیوت د علمي او مسلکي همکاریو د دوام او پراختیا په موخه، د دواړو بنسټونو ترمنځ پخوانی دوه اړخیز همکاریو هوکړه‌لیک د پنځو نورو کلونو لپاره وغځاوه.

د. . .

Wed, Sep 16 2026 2:19 PM
Background image

وردګ پوهنتون کې «د اسلامي نظام ارزښت او پر وړاندې یې زموږ مسؤلیتونه» تر سرلیک لاندې معلوماتي سیمینار ترسره شو.

دغه سیمینار د التنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ، د پوهنتون د رهبري، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلینو په ګډون ترسره شو چې پرانیسته یې د قرآن کریم د څو مبارکو. . .

BACK TO NEWS