د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم د ازموینې ممتاز محصلین د یوې شاندارې غونډې په ترڅ کې وستایل شول او د غوره مقامونو ګټونکو ته ارزښتناکې ډالۍ ورکړل شوې.
یاده ازموینه د میدان وردګ ولایت د التنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ، د وردګ پوهنتون اړوند محصلانو خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت له لوري اخیستل شوې وه، چې ګڼ شمېر محصلینو پکې ګډون کړی و.
په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وردګ پوهنتون رئیس الحاج شیخ مولوي محمد عابد حقاني د وینا پر مهال د یادې ازموینې له ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارک سیرت په بېلابېلو اړخونو یې هر اړخیز معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.
نوموړي له محصلینو وغوښتل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مبارک سیرت څخه په بشپړ ډول پیروي وکړي، خپل ژوند د هغه صلی الله علیه وسلم له لارښوونو سره برابر کړي، د ملک د پرمختګ او خدمت لپاره هڅې وکړي، له دروغو او خیانت څخه ډډه وکړي او خپل فردي او ټولنیز ژوند د ښو اخلاقو پر بنسټ عیار کړي.
د غونډې په پای کې د ازموینې لومړي مقام ګټونکي ته یو کمپیوټر، دویم مقام ګټونکي ته یو بایسکل او درېیم مقام ګټونکي ته الفجر ساعت د ډالیو په توګه ورکړل شول.
عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت
