د انصاف او عدالت او اخلاقي پالیسیو او نظم او ډسپلین لایحې د تشریح سیمینار ترسره شو
وردګ پوهنتون کې استادانو او اداري کارکوونکو ته نظم او ډسپلین هیئت له لوري د انصاف او عدالت پالیسي، اخلاقي پالیسي او نظم او ډسپلین لایحې د تشریح په موخه معلوماتي سیمینار ترسره شو.
د سیمینار په لومړۍ برخه کې د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس او د نظم او ډسپلین هیئت مشر، پوهندوی عبدالقدیر جلالي، د انصاف او عدالت او اخلاقي پالیسیو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل. نوموړي د یادو پالیسیو موخې، اساسي اصول او د اداري او علمي چارو د لا ښه تنظیم او سالم کاري چاپېریال په رامنځته کولو کې یې د عملي پلي کېدو پر اهمیت خبرې وکړې.
ورپسې د استادانو د تقرر او علمي ترفیعاتو عمومي مدیر، ښاغلي میوند جرئت، د نظم او ډسپلین لایحې مهم موارد، اړوند مسؤلیتونه او د لایحې د احکامو د مراعاتولو په اړه ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
په وروستیو کې دغه سیمینار په دعائیه کلام سره پای ته ورسېد.
عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت
