د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د فرمانونو علمي ـ څېړنیز کنفرانس چارې په منظم ډول پر مخ روانې دي
د دغه علمي ـ څېړنیز کنفرانس په لومړیو دوو ورځو کې د افغانستان اسلامي امارت د زعیم، شیخالاسلام مولوي هبةالله آخندزاده حفظهالله تعالی، ترڅنګ ګڼ شمېر لوړپوړو امارتي چارواکو او علمي شخصیتونو هر اړخیزې او ارزښتناکې ویناوې وړاندې کړې.
د کنفرانس په درېیمه ورځ لیکوالان او څېړونکي د ټاکل شوي او له وړاندې ترتیب شوي مهالوېش له مخې، خپلې علمي او څېړنیزې مقالې ګډونوالو ته وړاندې کوي.
د دې کنفرانس په بهیر کې د اړوندو فرمانونو بېلابېل اړخونه، موخې او اغېزې د علمي او څېړنیز تحلیل په رڼا کې تر بحث او ارزونې لاندې نیول کېږي.
عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت
