وردګ پوهنتون کې د میلاد النبي ﷺ په مناسبت ځانګړې‌ پرتمینه غونډه ترسره شوه

wu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۹:۲۰
میلاد نبي ۱۴۰۵

د ‌لوړو زده کړو قدرمن وزارت په لارښوونه، وردګ پوهنتون کې د میلاد النبي ﷺ د مبارکې ورځې په مناسبت غونډه د پوهنتون د مشرتابه، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلینو په ګډون ترسره شوه چې پیل یې د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو.

ورپسې د وردګ پوهنتون رئیس د رسول الله ﷺ د لوړ مقام، نبوي سیرت او د هغه ﷺ د رسالت د ټولنیزو او تربیوي اغېزو په اړه خبرې وکړې. نوموړي له محصلینو وغوښتل چې د نبوي سیرت ارزښتونه په علمي، اخلاقي او ټولنیز ژوند کې عملي کړي.
ښاغلي حقاني له رسول الله ﷺ سره محبت د ایمان له مهمو بشپړوونکو ځانګړنو څخه وباله او ویې ویل چې د نبوي سیرت پیروي د انسان د معنوي ودې او د الله تعالی د قرب وسیله ګرځي.
 نوموړي محصلین خپلو علمي او الهي موخو ته د جدي پاملرنې ترڅنګ، د نظام د امانتدارۍ او د شهیدانو د قربانیو د درناوي په برخه کې هم متوجه کړل.

ورپسې د شرعیاتو پوهنځي استاد، نوماند پوهنیار عبدالمجید حقیار، د میلاد النبي ﷺ د شرعي حکم په اړه خبرې وکړې او هغه یې د رسول الله ﷺ د محبت او د نبوي سیرت د یادونې یوه نښه او مستحب عمل وباله.

همدارنګه د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد، نوماند پوهنیار محمدالله دانشمل، د نبي کریم ﷺ د غوره اخلاقو او ځانګړو صفاتو په اړه علمي څرګندونې وکړې او د فردي او ټولنیز اصلاح لپاره یې د نبوي اخلاقو د عملي کولو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د غونډې په جریان کې محصلینو ښکلي ترنمونه او نعتونه وړاندې کړل، چې د غونډې فضا یې لا خوندور او پرتمینه کړه.
عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۹:۲۰
Background image

وردګ پوهنتون کې د میلاد النبي ﷺ په مناسبت ځانګړې‌ پرتمینه غونډه ترسره شوه

د ‌لوړو زده کړو قدرمن وزارت په لارښوونه، وردګ پوهنتون کې د میلاد النبي ﷺ د مبارکې ورځې په مناسبت غونډه د پوهنتون د مشرتابه، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلینو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۹:۱۳
Background image

وردک پوهنتون له لوري د محصلانو لارښود کتاب چاپ شو

وردګ پوهنتون د محصلانو د علمي، تحصیلي او اداري اړتیاوو د پوره کولو، معلوماتو ته د اسانه لاسرسي او محصل‌محورو خدمتونو د پیاوړتیا په موخه د محصلانو لارښود کتاب چاپ کړ.
دغه لارښود د علمي. . .

BACK TO NEWS