د مالي او حسابي چارو عمومي مدیریت

د مالي او حسابي چارو عمومي مدیریت د  ۱۳۹۷ کال په تشکیل کې منظور شوی، د دغه مدیریت په عمومي دندو کې د عادي او انکشافي بودجې له اجراء څخه نظارت کول، د عادي او انکشافي بودجې د اړتیاسنجونې طرحه ترتیبول، په مالي او حسابي برخو کې اغېزمن سیستمونه رامنځته کول، د عادي او انکشافي بودجې د حوالو ترتیب، د محصلانو د بدل اعاشې چارې ترسره کول او ځینې نور موارد شامل دي. د مالي او حسابي چارو د عمومي مدیریت تر چتر لاندې دوه نور مدیریتونه هم قرار لري، چې یو یې د «تحصیلي اسنادو د تصفیې او بودجې مدیریت» دی، د دغه مدیریت په بنسټیزو دندو کې له لوړو زده کړو وزارت څخه د تخصیصاتو غوښتنه، له هغو څارنه او د کال په جریان کې د کمبود تخصیصاتو لپاره وړاندیزونه ترسره کول شامل دي او دوهم یې د «حواله جاتو او معاشاتو» مدیریت دی، چې تر ډېره د پوهنتون کادري غړو، اداري او خدماتي کارمندانو د میاشتنیو حقوقو، اضافه کارۍ او حق الزحمې د حواله کولو په برخه کې فعالیت کوي.