د کتابتون عمومي مدیریت

د کتابتون عمومي مدیریت د علمي معاونیت اړوند د څېړنو او علمي مجلې آمریت تر چتر لاندې فعالیت کوي، د وردګ پوهنتون کتابتون د لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۴ کال کې رامنځته شو، خو هغه مهال د پوهنتون په کتابتون کې د ګوتو په شمار کتابونه موجود و، وروسته د پوهنتون له لوري د یو عمومي کمپاین په پایله کې ورته شاوخوا پنځه زره (۵۰۰۰) ټوکه کتابونه راټول او د دغه مدیریت له لوري تر ثبت او راجستر وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. تر ۱۳۹۶ کال پورې په دغه کتابتون کې د کتابونو شمېر ۶۱۶۱ ټوکونو ته رسېدو، خود وخت په تېرېدو سره ورته هر کال یو لړ کتابونه واخیستل شول، په دې توګه تر ۱۴۰۳ کال پورې  ټول ۴۲۳۹ عنوانه او ۱۰۰۸۳ نسخې د مختلفو څانګو کتابونه په کې موجود دي.. د کتابتون عمومي مدیریت په خپل تشکیل کې دوه (۲) نور بستونه هم لري، چې یو یې د کتابتون عمومي مدیریت او بل یې دکتابونو د توزیع او تنظیم مدیریت دی. په ټولیزه توګه د کتابتون مدیریت په مهمو دندو کې د ادارې له اړتیاوو سره سم د کتابونو آماده کول، دکتابدارۍ چارو تنظیم، د کتابتون له سرچینو اغېزناکه ګټه اخیستنه، د ګټه اخیستونکو د اړتیا وړ منابعو او اطلاعاتو پېژندل او اماده کول، د ارزښت لرونکو اسنادو او مدارکو راټولول او ساتل، د ډيجیتلي کتابتون جوړول شامل دي.