د استادانو د مسلکی پراختیا مرکز (PDC)
د علمي کادر غړو د مسلکي پراختیا مرکز(( Professional Development Center یو ځانګړی مرکز دی چې د پوهنتون د استادانو او نور اداري کارکوونکو د مسلکي مهارتونو د پرمختګ لپاره فعالیت کوي دغه مرکز د علمي کادر غړو او نورو اداري کارکوونکوو ته ځانګړي تعلیمی کورسونه، ورکشاپونه، روزنیز پروګرامونه، او همدارنګه د تدریس، څېړنې او کاري ظرفیت لوړولو په برخه کې د هغوی وړتیاوې پراخوي چې وردګ د پوهنتون کې یاد مرکز د علمي او محصلانو چارو معاونیت تر چتر لاندې په ۱۴۰۱ کال د لوړو زده کړو وزات له خوا منظور او فعالیت پیل کړ چې تر دې مهاله یې له ۱۰۰ زیاتې زده کړایزې برنامي سر ته رسولې .
د مسلکي پراختیا مرکز اداري جوړښت:
وردګ د پوهنتون تر دې مهاله د یاد مرکز په تشکیل کې د مرکز مشر پوهنمل عبدالبصیر ترابي او د مرکز عمومي مدیر میرویس نظری درلودونکی دی چې د یاد مرکز چارې پر مخ وړي.
موخې:
- د نوی ټکنالوژی، څیړنې تدریس میتودونو( د پایلو پر بنسټ ښوونې او محصل محوره زده کړې(OBE-SCL) برنامې په برخه کې د علمي کادر د مهارتونو لوړول
- د څیړنې په برخه کې د علمي کادرونو ظرفیت لوړول
- د نړیوالو پرمختللو معیارونو پر بنسټ د روزنیزو برنامو او ورکشاپونو چمتو کول
- د علمي کادر غړو لپاره د مدیریت او رهبرۍ په برخه کې ظرفیت لوړول
- په علمي او تخنیکی برخو کې د لازمو مسلکي پرمختګونو په اړه بحث او وده ورکول
- د پوهنتون د کارکوونکو کاري ظرفیت لوړول
د مسلکي پراختیا مرکز مسؤل عمده دندې:
۱- د روزنیزو مسلکي برنامو عملي کول او مدیریت او د روانو پروګرامونو څارنه او نظارت.
۲- د مرکز د فعالیتونو په اړه د پوهنتون رهبری په ځانګړي توګه علمي معاونیت ته راپور ورکول.
۳- د علمي کادر غړو زده کړیزو برنامو د نیاز سنجی پروسې مدیریت او کنترول او د زده کړیزو
۴- برنامو لپاره د علمي کادر غړو د پیژندنې لیست برابرول.
۵- د علمي کاردغړو د مسلکي پراختیا په موخه د لنډ مهاله،منځ مهاله او اوږد مهاله برنامو په لاره اچول.