د پوهنتون د رئيس پيغام
اَلْحَمْدُلِاَهْلِهِ وَالْصَّلَوةُ عَلی اَهْلَهِاَ اما بعد!
بِسْمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِیْمِ
علَّم َالْاِنْسنَ مَالَمْ یَعْلمْ سورة العلق ۵
وَعَنْ مُعَاوِیَةَ رَضِيَ اللَّه عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّه (ص): (( مَنْ یُردِ اللَّه بِهِ خَیْراً یُفَقَّههُ في الدَّینَ)) مُتَّفَقٌ عَلیهِ.
پوهه د انساني ټولنې لپاره د الله ﷻ یو ستر نعمت دی، هغه ټولنې چې له دې لوی نعمت څخه برخمنې دي، د نړۍ هسکې او پرمختللې ټولنې بلل کېږي. دوی د زده کړو او پوهې پر مټ دا نړۍ تر معاصر پرمختګه رسولې ده. د هرې ټولنې د پوهې او پرمختګ دا دروند رسالت او مأموریت د علمي او تحصیلي بنسټونو پر غاړه وي، همدغه بنسټونه دي، چې د ټولنې د رشد او پرمختګ په موخه متخصص او مسلکي کادرونه روزي او په دې توګه ټولنې ته د پرمختګ لاره هواروي. وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه هم د خپل عمر له تېرې یوې لسیزې راهیسې یاد هدف ته د رسېدو په موخه فعالیت کوي او د هېواد په کچه د نورو پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسساتو په څېر یې د تدریس او تحقیق په برخه کې خپل ونډه ترسره کړې ده. د لوړو زده کړو دغه مؤسسې د تېر لس کلن عمر په اوږدو کې د ګڼو لاسته راوړونو ترڅنګ ګڼې ستونزې او مشکلات تر شا پرې ايښي دي، خو الحمدلله اوسمهال د هېواد په کچه د اسلامي ارزښتونو، کلتوري ویښتابه، اقتصادي پرمختګ او نورو علمي برخو کې د لوړو زده کړو او علمي کادرونو د روزنې پر یوه پوهنیز او اکاډمیک مرکز بدله شوې ده، دغه اکاډمیک مرکز د خپل جوړښت په لومړۍ لسیزه کې د لوړو زده کړو وزارت له اصولو او قوانینو سره سم د پنځو پوهنځیوپه لرلو سره سلګونه زده کړیالان په ملي او اسلامي روحیه سمبال ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړې دي. علمي او اکاډمیک بنسټونه د ټولنې په کچه د پوهې او پرمختګ آره دنده پرغاړه لري، او د بشري ټولنو د علمي او فکري لوړتیا سرچینې ګڼل کيږي. له همدې کبله وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه؛ لوړو زده کړو ته لاسرسی یوه اسلامي وجیبه، ملي اړتیا، د سیمې او نړۍ په کچه سیال حیثیت ته د رسېدو په لاره کې یوازینۍ منطقي او بنسټیزه لاره ګڼي. وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه د همدغو اسلامي او ملي اړتیاوو پربنسټ په ۱۳۹۳ کال کې د یوې ولسي غوښتنې پر بنسټ رامنځته شوه او د یوه ولسي عزم او ملاتړ په پایله کې د ملی سوداګرو، قومی مشرانو، فرهنګیانو او استادانو په مرسته یې لومړنۍ بېخبناوې پر پښو ودرېدې او فعالیت یې پیل کړ. یاده مؤسسه که څه هم په تېرو لسوکلونو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري، خو لا هم د یوې نوې پیل شوې مؤسسې په توګه هڅې روانې دي، چې له نړیوالو اسلامي، اکاډمیکو او پوهنیزو آرونو سره سم په بېخبنایي او مخبنائي برخو کې د پراختیاجوګه شي او د هېواد په کچه د یو روښانه پوهنیز نظام جوړولو لپاره په کمي او کیفي توګه د کادرونو روزنه او د هغوی د علمي او مسلکي ځواک لوړتیا رامنځته کړي. وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه په ټولو کاري برخو کې د دوامدارې عصریکېدنې په موخه په پلان کې لري، چې د استادانو ځاني ارزونې او پوهنیزې لوړتیا ته زمینه مساعده کړي او د هېواد په کچه محسوسو اړتیاوو ته په کتو سره، د علمي لاسته راوړونو په رڼا کې ټولنیزو اړتیاووته د ځواب وینې په موخه خپل پوهنځي او دیپارتمنتونه پر علمي او عصري معیارونو سمبال کړي. وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه دا خپل رسالت بولي، چې د زده کړې، تحقیق او تدریس لپاره آرام، هوسا، په علمي او اکاډمیکو معیارونو برابر چاپېريال رامنځته کړي، ترڅو زده کړیالان په پوره ډاډ او اطمینان سره وکولای شي، په دغه مؤسسه کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي. د یو ريښتونې اسلامي ټولنې اخلاق د پوهو او زده کړې لرونکو وګړو له فکرونو سرچینه اخلي، له همدې کبله د هر ډول فساد په وړاندې مبارزه کول زموږ فردي او اجتماعي دنده ده، چې د یو دیني مسؤلیت په توګه به هېڅکله هم له پامه ونه لوېږي. وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه هڅه کوي، خپل زده کړیالان پر هغو اخلاقي ځانګړنو سمبال کړي، چې ټولنه یې له موجودیت څخه خوند واخلي او خلک ورته د خپلو اوږو بار نه، بلکې د خپلې مشال لرونکې امسا په سترګه وګوري.
موږ دا هرڅه د ټولنې د پرمختګ لپاره ترسره کوو او د ټولنې د اعتبار او اعتماد ترلاسه کولو لپاره اړینه بولو، ترڅو د دغه کتلاګ له لارې وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه ټولنې ته معرفي او په تېره یوه لسیزه کې په علمي، تدریسي او تحقیقي برخو کې د دغې مؤسسې مخینه، پرمختګونه، لاسته راوړنې او بلآخره ستونزې او مشکلات له ټولنې سره شریک کړو. په دې توګه به مو له یوې خوا د خپلو لاسته راوړونو او ظرفیتونو په بدل کې د ټولنې اعتبار ترلاسه کړی وي او له بله اړخه به مو ټولنې ته فرصت ورکړی وي، ترڅو د دغې مؤسسې د کړو وړو په اړه خپل نظرونه او پیشنهادونه له موږ سره شریک کړي، چې د اوږدمهاله ستراتیژیو د جوړېدو په برخه کې به ډېر ګټور واوسي.
دغه کتلاګ نه یوازې له ټولنې سره د اړیکې یوه وسیله دی، بلکې د مؤسسې په داخل کې به هم له استادانو او کارمندانو سره د هغوی د کاري لیدلوري په ټاکلو کې مرسته وکړي. پر دې سربېره وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه هر کال د کانکور ازموینې له لارې د سلګونه تنو محصلینو د جذب ظرفیت اعلانوي، دغه کتلاګ به له یادو محصلینو سره مرسته وکړي، ترڅو د دغې مؤسسې، پوهنځیو او دیپارتمنتونو د لیدلورو، موخو او نصابونو په اړه د معلوماتو په ترلاسه کولو سره د خپلې خوښې پوهنځیو او ديپارتمنتونو ته لاره پیدا کړي او په دې توګه به د هدفمندانه زده کړو په ترلاسه کولو سره ټولنې ته د مسلکي او متخصص کادرونو په توګه وړاندې شي.
د دغه کتلاګ پر پورتنیو موخو سربېره به دغه کتلاګ د اسلامي امارت مشرانو او په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو محترم وزارت ته د دغې مؤسسې د لاسته راوړنو او ستونزو په اړه یو تصوير وړاندې کړي، زه د لوړو زده کړو وزارت له عالی مقام څخه، چې په تېرو څو کلونو کې یې وردګ د لوړو زده کړو مؤسسې ته د ځانګړې پاملرنې کړې ده، مننه کوم او هیله لرم، چې د دغې مؤسسې عالي موخو ته د رسېدو په لاره کې مو له خپلې پاملرنې بې برخې نه کړي.
دغه راز د یادونې وړ بولم، چې د وردګ د لوړو زده کړو مؤسسې، د علمي او محصلانو چارو او د مالي او اداري چارو له مرستیالیو څخه مننه وکړم، چې د دغه کتلاګ د ترتیب او تدوین په لاره کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې.
د وردګ د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس
شيخ مولوي صفت الله (حقاني)