د وردګ پوهنتون تاریخچه

وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه د لوړو زده کړو وزارت د وړاندیز او د افغانستان د جمهوري ریاست د حکم پر بنسټ په (1393) لمریز کال کې د کابل – کندهار په لویه لار د وردګ ولایت د سید اباد والسوالۍ د ټوپ دښتې په سیمه کې د (500) جریبه ځمکې پر مشخصه کولو سره منظوره شوه  او په (1394) لمریز کال یې عملا په فعالیت باندې پیل وکړ .

یاده تحصیلي مؤسسه اوسمهال د کرنې پوهنځي تر څنګ د ښوونې او روزنې پوهنځی هم لري ، چې په کرنه پوهنځي کې د اګرانومي او هارټیکلچر او په ښوونه او روزنه پوهنځي کې د ریاضي او فزیک  دیپارتمنتونه  فعالیت لري ، چې (800) شاوخوا محصلین پکې زده کړې کوي ،هیره دې نه وي چې  تر دې مهاله له کرنې پوهنځي څخه دوه دورې فارغ التحصیل محصلین ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شویدي.

د یادې تحصلي مؤسسې ټول تشکیل (48) کسانو ته رسیږي ، چې (24) پکې کادري او (24) نور یې اداري او خدماتي کارکونکي دي.

په یاده تحصیلي مؤسسه د ودانیو په برخه کې د ښوونې او روزنې پوهنځي تدریسي ودانۍ ، زراعت پوهنځي تدریسي ودانۍ ، په شخصي لګښت جوړ شوی یو محراب مسجد او همدا رنګه د وردګو ولسونو په مرسته په یو پوړ کې جوړه شوې تدریسي ودانۍ  شتون لري ، چې د تدریسي بهیر تر څنګ پکې اداري کارونه او چارې هم پرمخ بېول کیږي.

په 1398 لمریز کال کې د پوهنتون څېړنیز مرکز د ودانۍ  جوړولو پروژه د (20KV) سولري بریښنا سره یو ځای منظوره شوه ، چې اوس مهال یې کارونه 70 % مخکې تللي دي  او ان شاالله چې په نږدې راتلونکې به یې کارونه بشپړ شي.

 په دې تحصلي مؤسسه کې د زراعتي ځمکې د خړبولو  او دفتري کارونو د پرمخ بېلو له پاره د (10kV) سولري بریښنا تر څنګ د ماشیني بریښنا څخه هم استفاده کیږي.

وردګ دلوړو زده کړو مؤسسې له پاره د یو شمیر ودانیزو (د هلکانو او د نجونو د لیلیو ودانۍ ، تدریسي ودانۍ ، اداري ودانۍ ، جمنازیوم ، ادیتوریم) ، ماستر پلان ، د اوبو رسونې شبکه او یو د شمیر تجهیزاتي پروژو تدارکاتي کارونه تر لاس لاندې دي ، چې ان شاالله نږدې راتلونکې به یې د عملي کارونو د پیل شاهدان اوسو.

د یاد پوهنتون لمړنۍ  رییس عبدالرحمن عثماني ؤ ، چې تر لنډ مهاله خدمت ورسته یې استعفا ورکړه او بیرته خپلې پخوانۍ دندې یانې استادۍ ته  ور وګرځید ، تر هغه وروسته دلوړو زده کړو وزارت عنایت الرحمن مایار د یاد پوهنتون د ریاست له پاره و ګمارو ، چې تر څلور کلن خدمت ورسته ایران هيواد ته د دکتورا  زده کړو د حاصلولو په موخه په سفر کې دی ، ترهغه ورسته په ۱۴۰۲ لمریز کال د لوړو زده کړو وزارت له لوري شیخ  الحدیث مولوي صفت الله حقاني د یاد پوهنتون د ریاست له پاره په دنده ګمارل شویدی، چې اوس مهال هم په یاد پوهنتون کې خپله دنده پرمخ وړي.

په درنښت

پوهنتون ریاست