علمي کادر غړو ته د برېښنايي ټولګي Google Classroom د کارونې ورکشاپ وړاندې شو

wu_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۲:۴۶
ګوګل کلاس روم

د وردګ پوهنتون برېښنايي زده کړو کمېټې د استادانو د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ، د علمي کادر غړو د مسلکي وړتیاوو د لوړونې او د برېښنايي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د برېښنايي ټولګي(Google Classroom) د کارونې عملي ورکشاپ ترسره شو.

ورکشاپ د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. ورپسې د وردګ پوهنتون د علمي او محصلانو چارو مرستیال، پوهاند دوکتور خیبر سیفي، د برېښنايي زده‌کړو، د تدریس په بهیر کې د ټکنالوژۍ د اغېزمنې کارونې او د استادانو د مسلکي ظرفیت لوړونې پر اهمیت خبرې وکړې.

له هغه وروسته د کمپیوټر ساینس پوهنځي استاد، پوهنمل اسدالله محمدي، د ورکشاپ عملي برخه وړاندې کړه. نوموړي ګډونوالو ته د ګوګل کلاس روم د کارونې، برېښنايي ټولګیو د جوړولو، د درسي موادو شریکولو، د کورنیو دندو او ازموینو تنظیم، ارزونې او د تدریسي چارو د برېښنايي مدیریت اړوند عملي لارښوونې وړاندې کړې.

 په وروستیو کې دغه ورکشاپ په دعائیه کلام سره پای ته ورسېد.

د عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۵۷
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلانو ته د کارموندنې په برخه کې په آنلاین رسنیو کې د سوداګريزو خبرتياوو رول او سي‌وي لیکنې په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو

د لوړو زده کړو وزارت د لارښوونې سره سم، د وردګ پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د درېیم او څلورم ټولګیو محصلانو ته د «کارموندنې په پار په آنلاین رسنیو کې د سوداګریزو تبلیغاتو رول او سي‌وي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۱۴
Background image

وردګ پوهنتون کې د داخلي فرعي سرکونو د لومړۍ طبقې قیر اچونې چارې پیل شوې

د پروژې د تخنیکي پړاوونو له مخې، د بنسټیزو او مقدماتي چارو له بشپړېدو وروسته د قیر لومړۍ طبقه اچول کېږي، چې د سرک د جوړښت د ټینګښت او د وروستۍ اسفالتي طبقې لپاره د مناسب بنسټ په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د انصاف او عدالت او اخلاقي پالیسیو او نظم او ډسپلین لایحې د تشریح سیمینار ترسره شو

وردګ پوهنتون کې استادانو او اداري کارکوونکو ته نظم او ډسپلین هیئت له لوري د انصاف او عدالت پالیسي، اخلاقي پالیسي او نظم او ډسپلین لایحې د تشریح په موخه معلوماتي سیمینار ترسره شو.

د. . .

BACK TO NEWS