General Office of Management

د دفتر عمومي مدیریت د ټولو لارښوونو، احکامو، فرامینو  او مصوبو د تطبیق، تکثیر او کنترول چارې پر غاړه لري. د دغه مدیریت په اساسي دندو کې د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه، رسنیو او نورو اړوند مراجعو سره د ټولو هغو مجلسونو، مطبوعاتي کنفرانسونو او غونډو ترتیبول شامل دي، چې د هدایاتو ترلاسه کولو، د نظرونو شریکولو او ستونزو د حل په موخه جوړيږي. پر دې سربېره دغه مدیریت د وردګ پوهنتون د مشرتابه غونډو د ثبت او تکثیر چارې، د مطبوعاتي غونډو د تنظیم له چارو څارنه، د لیکونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اړوندو اسنادو د تطبیق او تکثیر په موخه د ریاست له مقام څخه هدایت اخیستل، د تصمیم نیونې په موخه د مؤسسې له ریاست سره د لوړو زده کړو وزارت او وزیرانو شورا د پرېکړه لیکونو او د امیرالمؤمنین حفظه الله د احکامو او فرامینو شریکول او د روڼتیا په موخه د لوړو زده کړو وزارت د لایحو، مقررو او مصوبو له تطبیق څخه څارنه کول، شامل دي. د دفتر عمومي مدیریت تر چتر لاندې د اړیکو، اسنادو او آرشیف مدیریت قرار لري، چې مهمې او اساسي دندې یې د اسنادو، فرمانونو، حکمونو، هدایاتو او مصوبو ثبت او تکثیر او پر هغو له ترسره شوو اجراآتو څخه ډاډ ترلاسه کول او د دفتر له عمومي مدیریت سره یې همغږي کول دي.