د نوي ستراتیژیک پلان د تشریح سیمینار ترسره شو.

wu_admin
Tue, Sep 15 2026 11:20 AM
د وردګ پوهنتون د پلان او پالیسۍ هیئت له لوري، د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ، د پوهنتون د نوي ستراتیژیک پلان د تشریح په موخه سیمینار ترسره شو.  دغه سیمینار د پلان او پالیسۍ هیئت مشر او د اقتصاد پوهنځي رئیس، پوهنمل غلام رباني شهامت، له لوري وړاندې شو، چې استادانو، اداري کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلینو پکې ګډون کړی و.  ښاغلي شهامت په خپلو څرګندونو کې د ستراتیژیک پلان پر مفهوم، د جوړولو پر پړاوونو او چوکاټ خبرې وکړې او د وردګ پوهنتون نوی ستراتیژیک پلان یې د هغه د موخو، اساسي برخو او اړوندو تګلارو له مخې په تفصیل

د وردګ پوهنتون د پلان او پالیسۍ هیئت له لوري، د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ، د پوهنتون د نوي ستراتیژیک پلان د تشریح په موخه سیمینار ترسره شو.

دغه سیمینار د پلان او پالیسۍ هیئت مشر او د اقتصاد پوهنځي رئیس، پوهنمل غلام رباني شهامت، له لوري وړاندې شو، چې استادانو، اداري کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلینو پکې ګډون کړی و.

ښاغلي شهامت په خپلو څرګندونو کې د ستراتیژیک پلان پر مفهوم، د جوړولو پر پړاوونو او چوکاټ خبرې وکړې او د وردګ پوهنتون نوی ستراتیژیک پلان یې د هغه د موخو، اساسي برخو او اړوندو تګلارو له مخې په تفصیلي ډول تشریح کړ.

د سیمینار په ترڅ کې ګډونوالو خپلې پوښتنې او نظریات وړاندې کړل، چې ورته لازم وضاحتونه ورکړل شول او سیمینار په دعائیه کلام سره پای ته ورسېد.

عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

Latest news

Sun, Nov 22 2026 9:11 AM
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د فرمانونو علمي ـ څېړنیز کنفرانس چارې په منظم ډول پر مخ روانې دي

د دغه علمي ـ څېړنیز کنفرانس په لومړیو دوو ورځو کې د افغانستان اسلامي امارت د زعیم، شیخ‌الاسلام مولوي هبةالله آخندزاده حفظه‌الله تعالی، ترڅنګ ګڼ شمېر لوړپوړو امارتي چارواکو او علمي. . .

Tue, Oct 27 2026 3:00 PM
Background image

استادانو او اداري کارکوونکو ته د معلوماتي ټکنالوژۍ د اغېزمنې کارونې په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د وردګ پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند معلوماتي‌ ټکنالوژۍ عمومي مدیریت له لوري، د کمپیوټر ساینس پوهنځي د استاد، پوهنیار شفیق‌الله لایق لخوا ترسره شو. نوموړي د. . .

Wed, Oct 21 2026 2:01 PM
Background image

استادانو ته د «تدریس د نویو کړنلارو» تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ وړاندې شو

د وردګ پوهنتون د مسلکي پراختیا آمریت له لوري د استادانو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د تدریسي بهیر د کیفیت د ښه‌والي په موخه، د «تدریس د نویو کړنلارو» تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ وړاندې. . .

BACK TO NEWS