وردګ پوهنتون کې د فرعي سړکونو او پلي لارو جوړولو پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي.
د وردګ پوهنتون د فزیکي زېربناوو د پراختیا، د پوهنتون د چاپېریال د معیاري کولو او د محصلینو، استادانو او اداري کارکوونکو لپاره د خوندي او اسانه تګ راتګ د اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د پوهنتون په انګړ کې د فرعي سړکونو او پلي لارو د جوړولو پروژې چارې په ټاکل شوي مهالویش او لوړ کاري کیفیت سره په چټکۍ روانې دي.
په یاده پروژه کې د پوهنتون په بېلابېلو برخو کې د معیاري فرعي سړکونو او پلي لارو جوړول شامل دي، چې له بشپړېدو وروسته به نه یوازې د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي، بلکې د پوهنتون فزیکي چاپېریال او ښکلا به هم د پام وړ وده وکړي.
د پوهنتون مشرتابه په ځانګړې توګه مالي او اداري معاونیت د رغنیزو او پراختیايي پروژو د کیفیت، شفافیت او پر وخت بشپړېدو ته ځانګړې پاملرنه لري او ژمن دی چې د لوړو زده کړو وزارت د معیارونو له غوښتنو سره سم، د معیاري زېربناوو په رامنځته کولو سره د تدریس، علمي څېړنو او اداري فعالیتونو لپاره لا مناسب او اغېزمن چاپېریال برابر کړي.
عامه اړيکو او نشراتو عمومي مدیریت
