وردګ پوهنتون کې د ۱۴۰۵ ل کال د عمومي کانکور ازموینې د بایومټریک پروسه پیل شوه.

wu_admin
Wed, May 13 2026 10:53 AM
بایمتریک

وردګ پوهنتون کې د ۱۴۰۵.ل کال د عمومي کانکور ازموینې د بایومټریک پروسه په منظم او شفاف ډول پیل شوه. دغه پروسه د نوماندانو د هویت د تثبیت، د شفافیت د تأمین او د ازموینې د قانوني او اصولي ترسره کېدو لپاره د لوړو زده کړو وزارت او ازموینو عمومي ادارې د طرزالعمل له مخې عملي کېږي.
یاده پروسه د پوهنتون د مسؤولینو تر مستقیمې څارنې لاندې د بایومټریک کارکوونکو په همغږۍ پیل شوې ده. په دې بهیر کې د نوماندانو د ګوتو نښې، انځورونه او اسناد په برېښنايي بڼه ثبتېږي، څو د هر ډول جعل او درغلۍ مخه ونیول شي.
همداراز د پروسې د خوندي او منظم ترسره کېدو لپاره د میدان وردګو ولایت د استخباراتو ریاست، امنیه قومندانۍ او د دې قومندانۍ اړوند ترافیکو مدیریت هم شتون لري، چې ټول په ګډه د نظم ساتنې، د نوماندانو د تنظیم او د تګ‌راتګ د اسانتیا لپاره په ګډه همکاري کوي.
د یادونې وړ ده چې دغه پروسه به سبا ورځ هم دوام ولري او له هغې وروسته به د درېیو ورځو لپاره د کانکور ازموینه واخیستل شي.
 

Latest news

Wed, Sep 16 2026 2:19 PM
Background image

وردګ پوهنتون کې «د اسلامي نظام ارزښت او پر وړاندې یې زموږ مسؤلیتونه» تر سرلیک لاندې معلوماتي سیمینار ترسره شو.

دغه سیمینار د التنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ، د پوهنتون د رهبري، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلینو په ګډون ترسره شو چې پرانیسته یې د قرآن کریم د څو مبارکو. . .

Tue, Sep 15 2026 11:20 AM
Background image

د نوي ستراتیژیک پلان د تشریح سیمینار ترسره شو.

د وردګ پوهنتون د پلان او پالیسۍ هیئت له لوري، د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ، د پوهنتون د نوي ستراتیژیک پلان د تشریح په موخه سیمینار ترسره شو.

دغه سیمینار د پلان او پالیسۍ هیئت مشر او. . .

Tue, Sep 15 2026 9:17 AM
Background image

د اته لکه افغانیو په ارزښت د څېړنیز فارم د خاورې د اصلاح پروژې چارې پیل شوې.

د وردګ پوهنتون کرنې پوهنځي اړوند کرنیز څېړنیز فارم د خاورې د اصلاح او بډاینې پروژې چارې، چې شاوخوا اته لکه افغانۍ لګښت پرې کېږي، عملاً پیل شوې.

د یادې پروژې په ترڅ کې به د فارم د. . .

BACK TO NEWS