له وردګ پوهنتون څخه ۱۶۵ تنه محصلین فارغ شول

wu_admin
Wed, Aug 28 2024 3:57 PM
4445

له وردګ پوهنتون څخه ۱۶۵ تنه محصلین فارغ شول

د وردګ پوهنتون له زراعت او ښوونې او روزنې پوهنځي څخه ۱۶۵ تنه محصلین فارغ شول.

د یادو محصلینو لپاره فراغت غونډه د وردګ پوهنتون په تحقیقاتي فارم کې ونیول شوه، چې د میدان وردګ ولایت مرستیال والي، د پوهنتون رئیس او مرستیالانو، د علماوو د شورا رئیس، قومي مشرانو، علماوو، د پوهنتون استادانو، محصلینو او د هغوی کورنیو په کې ګډون کړی و.

په پیل کې د علماوو د شورا رئيس مولوي عبدالهادي فضلي د غونډې ګډونوالو ته خپله وینا واوروله، هغه په خپلو خبرو کې ځوانان زده کړو ته وهڅول او له هغوی یې وغوښتل ترڅو د خپلو زده کړو پر مټ خپل هېواد ته کار وکړي. ښاغلي فضلي عصري زده کړې د اوسني عصر اړتیا وبله او له محصلینو یې وغوښتل ترڅو په خپلو تحصیلي رشتو کې ځانونه ورسوي او د خپلو څېړنو او کارو زيار په پایله کې دې له نړۍ سره د هېواد په سیالولو کې ونډه واخلي.

د غونډې بل ویناوال د سیدآباد ولسوالۍ ولسوال مولوي عبدالغني آخندزاده و، چې د وردګ پوهنتون محصلینو ته یې د مبارکۍ ترڅنګ پر مهمو موضوعاتو خبرې وکړې، هغه په خپلو خبرو کې دا د شکر ځای وباله چې هېواد د پردیو له اشغال څخه خلاص دی او ځوانان مو تر اسلامي فکر او عقیدې لاندې په پوهنتونونو کې زده کړې کوي.

د وردګ پوهنتون رئیس شـ یـ خ مـ ولـ وي صفت الله حقاني بیا غونډې ته د وینا پر مهال څرګنده کړه، چې د وردګ پوهنتون فارغ او برحاله محصلین په اسلامي فکر او عقیده سمبال دي او په خپلو ټولو کړو وړو کې یې سیرت او صورت د حضرت پیغمبر (ص) له سیرت سره سم برابر کړي دي. هغه دغه راز له محصلینو وغوښتل ترڅو په خپلو کړو وړو کې اکاډمیک اخلاقو ته پاملرنه وکړي او له ترلاسه کړې پوهې څخه دې د هېواد او خلکو په ګټه کار واخلي.

د میدان وردګ ولایت مرستیال والي شـ یـ خ مـ ولـ وی سیدالرحمن حافظ بیا په خپلو خبرو کې د وردګ پوهنتون مشرتابه، استادانو، محصلینو او د هغوی کورنیو د دغه ویاړ د ترلاسه کولو له امله مبارکي وویله او ژمنه یې وکړه، چې فارغینو ته به د کار زمینه مساعده کړي.

د غونډې لومړۍ برخه د خوږ ژبي ترانه ویونکي همت الله مفتون په زړه راښکونکي غږ سره پایته ورسیده او په دوهمه برخه کې د زراعت پوهنځي د شپږمې دورې او د ښوونې او روزنې پوهنځي د لومړۍ دورې ممتاز محصلین په ستاینلیکونو سره وستایل شول او فارغو محصلینو ته تصدیق پاڼې ووېشل شوې. پر دې سربېره د وردګ پوهنتون ریاست له لوري یو شمېر استادانو او کارمندانو د مننې او هڅونې په دود د ویاړ او افتخار پګړۍ ورپه سر شوې.

د فرهنګي چارو او نشراتو کمېټه

05/06/1403

Latest news

Tue, Oct 13 2026 9:33 AM
Background image

استادانو او اداري کارکوونکو ته د ساري ناروغیو، شخصي حفظ الصحې او روغتیا ساتنې په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه، د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت له لوري، د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، چې د پوهنتون استادانو او اداري. . .

Tue, Oct 13 2026 9:24 AM
Background image

د کرنې پوهنځي محصلانو ته د «ژوند ستونزې او له فشارونو سره مبارزه» تر سرلیک لاندې معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د کرنې پوهنځي استاد پوهنيار حکمت الله نیمګړي له لوري وړاندې شو، چې موخه یې د ژوند د ستونزو او فشارونو په اړه د محصلانو پوهاوی لوړول او د حل مناسبو لارو ورپېژندل وو.

په. . .

BACK TO NEWS