د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله د ژوند او فکري میراث تر سرليک لاندې معلوماتي سیمینار ترسره شو.
وردګ پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت له لوري استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او محصلینو ته د «شمس الشهدا شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله د ژوند او فکري میراث» تر سرلیک لاندې یو ورځنی معلوماتي سیمینار وړاندې شو.
دغه سیمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.
ورپسې د وردګ پوهنتون رئیس، الحاج شیخ مولوي محمد عابد حقاني، وینا وکړه او د تېرو جهادي دورو د شهیدانو د قربانیو، سرښندنو او خدمتونو یادونه یې وکړه. نوموړي په ځانګړي ډول د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله د مبارزو او قربانیو په اړه خبرې وکړې او د هغوی د ارمانونو د ساتنې او د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا په برخه کې یې د مسئولیت احساس خورا مهم وباله.
وروسته د شرعیاتو پوهنځي استاد، پوهنیار مولوي ګلاب الدین حقیار، د سیمینار معلوماتي برخه وړاندې کړه. نوموړي د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله د ژوند، شخصیت، زده کړو، جهادي او سیاسي مبارزې، فکري او مذهبي لیدلوري او مهمو فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.
سیمینار په پای کې د دعايیې کلام په ویلو سره پای ته ورسېد.
عامه پوهاوي، اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت
