استادانو او اداري کارکوونکو ته د معلوماتي ټکنالوژۍ د اغېزمنې کارونې په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.
دغه سیمینار د وردګ پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند معلوماتي ټکنالوژۍ عمومي مدیریت له لوري، د کمپیوټر ساینس پوهنځي د استاد، پوهنیار شفیقالله لایق لخوا ترسره شو. نوموړي د معلوماتي ټکنالوژۍ د اهمیت، د علمي او اداري فعالیتونو په پرمختګ کې د هغې د رول او د ورځنیو دندو د ترسره کولو لپاره د برېښنایي وسایلو او برېښنايي امکاناتو د اغېزمنې کارونې په اړه معلومات وړاندې کړل.
په سیمینار کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د سمې کارونې پر اهمیت ټینګار وشو او څرګنده شوه چې د ټکنالوژۍ له امکاناتو څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه کولای شي د علمي زدهکړو بهیر پیاوړی، اداري چارې منظمې، د معلوماتو لاسرسی اسانه او د کاري فعالیتونو کیفیت لوړ کړي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
