استادانو او اداري کارکوونکو ته د ساري ناروغیو، شخصي حفظ الصحې او روغتیا ساتنې په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

wu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۳

دغه سیمینار د لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه، د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت له لوري، د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، چې د پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو پکې ګډون کړی و.

په سیمینار کې ډاکټر فضل کریم حیدري او ډاکټر یما وردګ د توبرکلوز، ملاریا، د انسان د معافیتي سیستم د کمزورۍ ویروس (HIV) او نورو ساري ناروغیو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

ویناوالو د یادو ناروغیو د لېږد پر لارو، د مخنیوي پر تدابیرو، د شخصي حفظ الصحې پر رعایت او د روغتیا ساتنې پر بنسټیزو اصولو رڼا واچوله. همدارنګه، د ساري ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي لپاره د روغتیايي سپارښتنو پر عملي کولو او د عامه پوهاوي پر اهمیت ټینګار وشو.

عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۹:۲۴
Background image

د وردګ پوهنتون محصلینو څخه د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم ازموینه واخیستل شوه.

دغه ازموینه د علمي او محصلانو چارو معاونیت، د محصلانو چارو آمریت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت له لوري، د التنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ ترسره شوه، چې ګڼ شمېر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۹:۱۱
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د فرمانونو علمي ـ څېړنیز کنفرانس چارې په منظم ډول پر مخ روانې دي

د دغه علمي ـ څېړنیز کنفرانس په لومړیو دوو ورځو کې د افغانستان اسلامي امارت د زعیم، شیخ‌الاسلام مولوي هبةالله آخندزاده حفظه‌الله تعالی، ترڅنګ ګڼ شمېر لوړپوړو امارتي چارواکو او علمي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۰
Background image

استادانو او اداري کارکوونکو ته د معلوماتي ټکنالوژۍ د اغېزمنې کارونې په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د وردګ پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند معلوماتي‌ ټکنالوژۍ عمومي مدیریت له لوري، د کمپیوټر ساینس پوهنځي د استاد، پوهنیار شفیق‌الله لایق لخوا ترسره شو. نوموړي د. . .

BACK TO NEWS