Biography of Agricultural chancellors

پوهنیار ایمل ناصری ژوند لیک

د اړیکې شمیره: 0786278827

بریښنا لیک: emal.naseri74@gmail.com

ښاغلی پوهنیار ایمل ناصری د محمد عارف زوی په 1368 هجري لمریز کال د وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ تنګی دری ناصرو کلي په یوه دینداره او روشنفکره کورنۍ کې زیږیدلی دی، ښاغلي ناصری خپلې لمړنۍ، منځنۍ او ثانوي زده کړې د امام ابوحنیفه تنګی عالی لیسه کې بشپړې کړې دي.

ښاغلی ناصري په 1387 کال د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځی په هارتیکلچر څانګه کې شامل او په 1391 کال د کادري نمرو په ترلاسه کولو سره د لیسانس په کچه له یادې پوهنځی څخه فارغ شو.

ښاغلی ناصری د هغې د ځانګړې علاقې له امله چې د استادۍ له عالي مقام سره یې درلوده، علمي کادر ته د شمولیت د ازموینې د ترسره کولو وروسته په ۱۳۹۴ نیټه د کرنې پوهنځی په هارتیکلچر څانګه کې د نامزد پوهیالي په توګه د استادۍ په لقب مفتخر او د یادې پوهنځی په علمي کادر کې شامل شو.

ښاغلی ناصري د لوړو زده کړو وزارت د وړاندیز او د عالي مقام د منظورۍ څخه وروسته په 1395 کال کې د وردګ د لوړو زده کړو مؤسسې د کرنې پوهنځی د ریاست مسئولیت ته اوږه ورکړه.

ښاغلی ناصري د لوړو زده کړو په موخه په 1396 کال کې د چین هیواد بورس ته معرفی او په 1399 کال کی د ننجینګ زراعتی پوهنتون څخه د ماستری په کچه تحصیلی سند تر لاسه کړ.

همدا رنګه ښاغلی ناصري د لوړو زده کړو وزارت د وړاندیز او د عالي مقام د منظورۍ څخه وروسته په ۱۴۰۰ کال کې د وردګ د لوړو زده کړو مؤسسې د کرنې پوهنځی ریاست ته د دوهم ځل لپاره د رئیس په حیث مقرر شو.

ښاغلی ناصری تر دی دمه تر لسو پوري علمی مقالی لري چی په ملي او نړیوالو معتبرو ژورنالونو کې په چاپ رسیدلې دي ددې تر څنګ یو بل علمي کتاب له انګلیسي ژبي څخه پښتو ژبي ته ژباړلي چې نږدي وختو کې به چاپ ته وړاندي شي.