Administrative Council

د وردګ پوهنتون له درې ګونو شوراګانو څخه درېیمه شورا د اداري شورا په نامه یاديږي. د وردګ پوهنتون په کچه دغه شورا په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې رامنځته شوه، دغه شورا د پوهنتون په کچه د سالمې حکومتولۍ، ښه مدیریت، د پوهنتون له شتمنیو څخه سمه ساتنه او پالنه، په علمي برخه کې د تدریس او تحقیق په چارو کې د لا ډېرو سهولتونو رامنځته کول او په اداري برخو کې د ستونزوې هوارولو او خنډونو له منځه وړلو په تړاو سلامشورې کوي. دغه شورا هم  په میاشت کې یو ځلې د پوهنتون د رئیس په مشرۍ خپلې غونډې ترسره کوی، چې د پوهنتون مرستیالان، د پوهنځیو رئیسان، آمرین او د اداري برخې مدیران په کې ګډون کوي. په دغه شورا کې ډېری پر اداري موضوعاتو باندې بحثونه او لارښوونې ترسره کیږی.