Academic Council
علمي شورا د پوهنتون په کچه د پرېکړو او تصمیم نیونې په برخه کې تر ټولو باصلاحیته شوری ده، چې د وردګ پوهنتون د (۱۸۷/۳۰۷) ګڼې او (۲۷/۹/۱۴۴۴) وړاندیز او د لوړو زده کړو وزارت د ګڼې(۷۸۳۲) او (۱۱/۱۰/۱۴۴۴) نېټې حکم په اساس رامنځته شوې ده. دغه شورا د پوهنتون د ټولو برخو: دیپارتمنتونو، پوهنځیو، کمېټو، د پالیسیو او لارښودونو او نورو ټولو علمي مسائلو په اړه د پرېکړې او تصمیم نیونې صلاحیت لري.
د وردګ پوهنتون علمي شوراوې د دغه پوهنتون د رئیس په مشرۍ جوړېږي، د علمي او محصلانو چارو مرستیال د یادې شورا مرستیال او د استادانو آمر یې منشي توب کوي. د مالي او اداري چارو مرستیال، د پوهنځیو رئیسان، د کیفیت لوړاوي آمر، د څېړنو او علمي مجلې آمر او د دیپارتمنتونو آمرین یې اعضاء دي. علمي شورا د لاندې واکونو درلودونکې ده:
- د پوهنتون د مرستیالانو د ټاکلو په اړه، د پوهنتون د رئیس وړاندیز.
- د اړوند پوهنتون د لوړو زده کړو او علمي څېړنو د پالیسۍ طرح او ترتیب او واکمنو مراجعو ته د هغو وړاندیز.
- د درسي پلانونو او علمي- څېړنیزو برنامو تدوین او ارزونه.
- د پرمختیايي پلانونو طرح او وړاندیز
- د زده کړه ییزو پلانونو او برنامو له تطبیق څخه څارنه.
- د پوهنځیو او دیپارتمنتونو د تأسیس، پراختیا، تجزیې، الحاق ادغام او یا الغاء کتنه او وړاندیز.
- د تفاهم لیکونو او د توأمیت د قراردادونو د عقد، تعدیل، تمدید یا فسخ وړاندیز.
- د علمي کادر د غړي د ګمارنې یا انفکاک د وړاندیز په هکله د تصمیم نیول.
- د اړوندو پوهنځیو د اکاډمیکو فعالیتونو ارزونه او د لوړو زده کړو وزارت ته یې د رپوټ وړاندې کول.
- د مرستیالیو، مرکزي کتابتون، د معلوماتي تکنالوژۍ د مرکز، د څېړنو او علمي مجلې آمری او د کیفیت لوړاوي آمریت او په دې برخه کې د ښه والي د لارو چارو د لټولو د فعالیتونو ارزونه.
- د اختصاصي کمېټو جوړول او هغو ته د ځینو واکونو سپارل.
- د لایحو د طرح او تعدیل وړاندیز او د اړوندو کړنلارو تصویبول.
- په اړوندو تقنیني سندونو کې د درج شوو، نورو دندو سر ته رسول.