د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم د ازموینې ممتاز محصلین د یوې شاندارې غونډې په ترڅ کې وستایل شول او د غوره مقامونو ګټونکو ته ارزښتناکې ډالۍ ورکړل شوې.

wu_admin
Thu, Nov 26 2026 10:07 AM
د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم د ازموینې ممتاز محصلین د یوې شاندارې غونډې په ترڅ کې وستایل شول او د غوره مقامونو ګټونکو ته ارزښتناکې ډالۍ ورکړل شوې.

یاده ازموینه د میدان وردګ ولایت د التنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ، د وردګ پوهنتون اړوند محصلانو خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت له لوري اخیستل شوې وه، چې ګڼ شمېر محصلینو پکې ګډون کړی و.

په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وردګ پوهنتون رئیس الحاج شیخ مولوي محمد عابد حقاني د وینا پر مهال د یادې ازموینې له ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارک سیرت په بېلابېلو اړخونو یې هر اړخیز معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.

نوموړي له محصلینو وغوښتل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مبارک سیرت څخه په بشپړ ډول پیروي وکړي، خپل ژوند د هغه صلی الله علیه وسلم له لارښوونو سره برابر کړي، د ملک د پرمختګ او خدمت لپاره هڅې وکړي، له دروغو او خیانت څخه ډډه وکړي او خپل فردي او ټولنیز ژوند د ښو اخلاقو پر بنسټ عیار کړي.

د غونډې په پای کې د ازموینې لومړي مقام ګټونکي ته یو کمپیوټر، دویم مقام ګټونکي ته یو بایسکل او درېیم مقام ګټونکي ته الفجر ساعت د ډالیو په توګه ورکړل شول.

عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

Latest news

Thu, Nov 26 2026 9:02 AM
Background image

وردګ پوهنتون کې اداري کارکوونکو ته د «اهل السنة والجماعة عقیده» کتاب درسي لړۍ پیل شوه.

د وردګ پوهنتون د دعوت او ارشاد اړوند مبلغ (مؤذن)، مولوي سبیح‌الله صدیقي له لوري اداري کارکوونکو ته د افغانستان اسلامي امارت د زعیم، عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌الاسلام مولوي هبة‌الله. . .

Tue, Nov 24 2026 9:24 AM
Background image

د وردګ پوهنتون محصلینو څخه د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم ازموینه واخیستل شوه.

دغه ازموینه د علمي او محصلانو چارو معاونیت، د محصلانو چارو آمریت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت له لوري، د التنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ ترسره شوه، چې ګڼ شمېر. . .

BACK TO NEWS