وردګ پوهنتون کرنې پوهنځي نیمه‌کاره ودانۍ رغنیزې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي دي.

wu_admin
Tue, Jul 21 2026 11:41 AM
کرنه پوهنځي تعمیر

د وردګ پوهنتون د کرنې پوهنځي د نیمه‌کارې ودانۍ رغنیزې چارې د بشپړېدو وروستي پړاو ته رسېدلې دي او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړه او په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادې ودانۍ په بشپړېدو سره به د کرنې پوهنځي لپاره معیاري درسي خونې، اداري دفترونه او مناسب علمي چاپېریال برابر شي، چې د تدریس، څېړنې او عملي زده‌کړو د کیفیت په لوړولو کې به مهم رول ولوبوي. دغه پروژه د پوهنتون د زېربناوو د پراختیا او د کرنې په برخه کې د مسلکي کادرونو د روزنې لپاره یو ارزښتناک ګام ګڼل کېږي.

وردګ پوهنتون مشرتابه د لوړو زده کړو قدرمن وزارت له ملاتړ څخه مننه څرګندوي او ژمن دی چې د معیاري زېربناوو په رامنځته کولو سره به د باکیفیته لوړو زده‌کړو او علمي پرمختګ لپاره خپلې هڅې لا پیاوړې کړي.

عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

Latest news

Wed, Sep 23 2026 11:14 AM
Background image

وردګ پوهنتون کې د داخلي فرعي سرکونو د لومړۍ طبقې قیر اچونې چارې پیل شوې

د پروژې د تخنیکي پړاوونو له مخې، د بنسټیزو او مقدماتي چارو له بشپړېدو وروسته د قیر لومړۍ طبقه اچول کېږي، چې د سرک د جوړښت د ټینګښت او د وروستۍ اسفالتي طبقې لپاره د مناسب بنسټ په. . .

Mon, Sep 21 2026 11:32 AM
Background image

د انصاف او عدالت او اخلاقي پالیسیو او نظم او ډسپلین لایحې د تشریح سیمینار ترسره شو

وردګ پوهنتون کې استادانو او اداري کارکوونکو ته نظم او ډسپلین هیئت له لوري د انصاف او عدالت پالیسي، اخلاقي پالیسي او نظم او ډسپلین لایحې د تشریح په موخه معلوماتي سیمینار ترسره شو.

د. . .

BACK TO NEWS