د نوي ستراتیژیک پلان د تشریح سیمینار ترسره شو.
د وردګ پوهنتون د پلان او پالیسۍ هیئت له لوري، د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ، د پوهنتون د نوي ستراتیژیک پلان د تشریح په موخه سیمینار ترسره شو.
دغه سیمینار د پلان او پالیسۍ هیئت مشر او د اقتصاد پوهنځي رئیس، پوهنمل غلام رباني شهامت، له لوري وړاندې شو، چې استادانو، اداري کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلینو پکې ګډون کړی و.
ښاغلي شهامت په خپلو څرګندونو کې د ستراتیژیک پلان پر مفهوم، د جوړولو پر پړاوونو او چوکاټ خبرې وکړې او د وردګ پوهنتون نوی ستراتیژیک پلان یې د هغه د موخو، اساسي برخو او اړوندو تګلارو له مخې په تفصیلي ډول تشریح کړ.
د سیمینار په ترڅ کې ګډونوالو خپلې پوښتنې او نظریات وړاندې کړل، چې ورته لازم وضاحتونه ورکړل شول او سیمینار په دعائیه کلام سره پای ته ورسېد.
عامه اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت
