وردګ پوهنتون کې د محصلانو د استوګنې لپاره د عصري او مجهزې لیلیې د جوړولو چارې دوام لري.

wu_admin
Sat, Sep 05 2026 3:22 PM
د لیلیی تعمیر تصویر

وردګ پوهنتون کې د محصلانو د استوګنې د ستونزو د راکمولو او د معیاري استوګنیزو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د عصري او مجهزې لیلیې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د دې رغنیزې پروژې ودانۍ به څلور پوړونه ولري او په دوو جلا بلاکونو کې به جوړه شي‌ چې له بشپړېدو وروسته به په کې په یو وخت کې د شاوخوا ۱۶۰۰ محصلانو لپاره د استوګنې زمینه برابره شي.

د یادې لیلیې جوړېدل به د محصلانو د استوګنې د اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولري او هغوی ته به د اوسېدو ترڅنګ د زده‌کړو لپاره مناسب او ارام چاپېریال برابر کړي.

د وردګ  پوهنتون مسؤلین وايي چې د پروژې ساختماني چارې په دوامداره توګه څاري او د کار د کیفیت، تخنیکي معیارونو او د رغنیزو چارو د سم تطبیق ډاډ ترلاسه کولو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

عامه پوهاوي، اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

Latest news

Tue, Oct 13 2026 9:33 AM
Background image

استادانو او اداري کارکوونکو ته د ساري ناروغیو، شخصي حفظ الصحې او روغتیا ساتنې په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه، د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت له لوري، د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، چې د پوهنتون استادانو او اداري. . .

Tue, Oct 13 2026 9:24 AM
Background image

د کرنې پوهنځي محصلانو ته د «ژوند ستونزې او له فشارونو سره مبارزه» تر سرلیک لاندې معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د کرنې پوهنځي استاد پوهنيار حکمت الله نیمګړي له لوري وړاندې شو، چې موخه یې د ژوند د ستونزو او فشارونو په اړه د محصلانو پوهاوی لوړول او د حل مناسبو لارو ورپېژندل وو.

په. . .

BACK TO NEWS