د افتخاري شیوخو کرامو د اصلاحي درسونو په دوام، د شیخ الحدیث خلیفه محمد شفیق فضلي صاحب له لوري اصلاحي او فکري وینا وړاندې شوه

wu_admin
Wed, Jun 10 2026 9:19 AM
د افتخاری شیوخو کرامو درسونه

 

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونو پر بنسټ، د افتخاري شیوخو کرامو د دیني، فکري او اصلاحي درسونو د لړۍ په دوام، د وردګ پوهنتون کې ځانګړې اصلاحي او فکري ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې، چې د پوهنتون مشرتابه، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلینو ګډون کړی و، شیخ الحدیث خلیفه محمد شفیق فضلي صاحب د انسان د پیدایښت پر موخې، د ژوند پر حقیقي ارزښت، زهد، تقوا، د علم پر فضیلت او د مسلمان د فردي او ټولنیزو مسؤلیتونو او اړتیاوو په اړه هر اړخیزه او اغېزمنه وینا وړاندې کړه.

نوموړي د خپلې وینا پر مهال د علم او اخلاقو پر نه بېلېدونکې اړیکې رڼا واچوله او څرګنده یې کړه چې علم هغه مهال د انسان او ټولنې د خیر وسیله ګرځي، کله چې له تقوا، اخلاص، ښو اخلاقو او نېکو نیتونو سره مل وي. هغه همداراز محصلین وهڅول چې د علم تر لاسه کولو ترڅنګ د خپل شخصیت په روزنه، د اسلامي ارزښتونو په پالنه او د ټولنې په خدمت کې هم فعاله ونډه واخلي.

Latest news

Tue, Oct 13 2026 9:33 AM
Background image

استادانو او اداري کارکوونکو ته د ساري ناروغیو، شخصي حفظ الصحې او روغتیا ساتنې په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه، د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت له لوري، د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، چې د پوهنتون استادانو او اداري. . .

Tue, Oct 13 2026 9:24 AM
Background image

د کرنې پوهنځي محصلانو ته د «ژوند ستونزې او له فشارونو سره مبارزه» تر سرلیک لاندې معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د کرنې پوهنځي استاد پوهنيار حکمت الله نیمګړي له لوري وړاندې شو، چې موخه یې د ژوند د ستونزو او فشارونو په اړه د محصلانو پوهاوی لوړول او د حل مناسبو لارو ورپېژندل وو.

په. . .

BACK TO NEWS